شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهټرمپ شمالي کوریا سره د اټومي پروګرام پرسر خبرو ته چمتووالی ښودلی

ټرمپ شمالي کوریا سره د اټومي پروګرام پرسر خبرو ته چمتووالی ښودلی

تاند (چهارشنبه، د سرطان ۱۸) که څه هم شمالي کوریا په بار بار ویلي چې له امریکا سره خبرې نه کوي خو ټرمپ وايي له دوی سره مذاکراتو ته چمتو دي.

د امریکا ولسمشر ډونالټرمپ وايي، چمتو دی چې د اټومي پروګرام پر سر د شمالي کوریا له رهبر کېم جونګ اون سره خبرې وکړي.

ټرمپ وايي که دا کار د یادو هېوادونو په اړیکو کې ښه والي رامنځته کوي، په ډېره علاقه مندۍ سره به له ښاغلي اون سره وګوري.

ټرمپ ویلي کیم یې ښه ملګری دی او ممکن د خبرو له لارې یوې مثبتې پایلې ته ورسېږي.

یاده دې وي چې تر دې وړاندې د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې چو سون خویي په خپلو خبرو کې ویلي وه، چې امریکا د پخوانیو ناستو د لاسلیک شویو هوکړو له موادو سرغړونه کړې ده او په خپلو ژمنو یې عمل نه دی کړی.

خويي دغه راز زیاته کړې وه، دوی مجبور نه دي چې خپل وخت په بې ځایه خبرو اترو تېر کړي.

نوموړې ویلي وه، چې د امریکا د ګواښونو پر دفع کولو کار کوي او نه غواړي چې له امریکا سره په مذاکراتو فکر وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب