یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهترکیې سره نږدې ۸۰ کسیزه کښتۍ سمندر کې ډوبه شوې

ترکیې سره نږدې ۸۰ کسیزه کښتۍ سمندر کې ډوبه شوې

تاند ( چهارشنبه، د سرطان ۱۸) د بهرنیو چارو وزارت وایي، د ترکيې اووان ښار سره نږدې سمندرکې د پنا غوښتونکو یوه بیړۍ ډوبه شوې ده.

یاد وزارت زیاتوي په بیړۍ کې ۸۰ کسان سپاره و، چې ۱۳ جسدونه موندل شوي، ۱۱ ژغورل شوي او نورلاهم نادرکه دي.

د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي، چې په دې کښتۍ کې افغانان هم شامل دي.

یاد وزارت له افغانانو غوښتي، که د کورنۍ غړي او یا خپلوان یې دې سیمه کې اروپا ته د تګ پلان درلوده نو له دوی سره دې انځورونه شریک کړي، چې د جسدونو پيژندګلوی اسانه شي.

بهرنیو چارو وزارت وایي، چې ترکیه کې یې د ډوبې شوې کښتۍ پېښه کې د افغانانو د جسدونو پېژندلو په موخه یو پلاوی د پېښې ځای ته لېږلی دی.

افغان شنونکي بیا په دې برخه پر افغان حکومت نیوکه لري او وایي ډیری افغانان د بیکارۍ له امله بهرنیو هېوادونو ته په قاچاقي لارو ځي.

دوی وايي ډیری داسې کسان هم په قاچاقي ډول اروپایي هیوادونو ته پر لاره دي، چې دلته یې لوړې زده کړې کړي خو دولت ورته کاري زمینه نه ده برابره کړې.

د ولسي خلکو په باور که حکومت په هیواد دننه امنیتي وضعیت کنترول او د بیکارۍ غمه وکړي نو ښايي هیڅوک هم اروپایي هیوادونو ته د تللو لپاره زړه ښه نه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب