جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپه غزني کې د ماین چاودنې د یو قومندان په ګډون درې...

په غزني کې د ماین چاودنې د یو قومندان په ګډون درې پولیس ووژل

تاند (چهارشنبه، د سرطان ۱۸) د غزني ځايي چارواکي وايي، د ده یک ولسوالۍ امنیه قومندان «حبیب» او دوه نور پولیس د سړک غاړې په بمي چاودنه کې وژل شوي دي.

د غزني د والي ویاند واحد الله جمعه زاده د پیښې پخلی کوي او وايي چې طالبانو نن سهار ۴:۳۰ بجې د ددهیک ولسوالۍ په ځینو امنیتي پوستو بریدونه کړي وو.

هغه زیاته کړه چې د دهیک ولسوالۍ امنیه قومندان او د هغه دوه عسکر د وسله والو طالبانو د برید د مخنیوي لپاره روان وو چې د سړک د غاړې ماین پرې چاودنه وکړه او درې واړه یې ووژل.

د غزني د والي ویاند د خپلو خبر پر دوام وویل چې د دهیک ولسوالۍ په نښتو کې ولسي خلکو ته زیان نه دی اوښتی.

جمعه زاده وايي په دغه برید کې طالبانو ته د اوښتې مرګژوبلې په اړه تر اوسه معلومات نلري.

دهیک ولسوالۍ د غزني یو له ناامنه ولسوالیو څخه ده چې ددغه ولایت ختیځ ته په ۱۸ کیلومترۍ کې پرته ده.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې غزني ولایت ته سلګونه کمانډونه ځواکونه د طالبانو د احتمالي بریدونو د مخنيوي په موخه استول شوي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب