Homeخبرونهافغانستان کې په تېرو۲۰ کلونو کې ۱۱۹ خبریالان وژل شوي

افغانستان کې په تېرو۲۰ کلونو کې ۱۱۹ خبریالان وژل شوي

تاند ( چهارشنبه، د سرطان ۱۸) د افغانستان د کورنیوچارو وزارت وایي، چې له ۱۳۸۱ کال راهیسې په هېواد دننه ۱۱۷ خبریالان وژل شوي او له هیواد د باندې بیا دوه خبریالان وژل شوي دي.

یاد وزارت زیاتوي، چې دوی په دې اړه ټولو قضیو ته رسېدګي کړې ده او تر دې دمه یې ۲۸ کسان د خبریالانو د وژلو او ترور په تور نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت وایي د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ټولې قضیې یې څېړلې دي او ځینې یې اوس هم تر کار لاندې دي.

خو بل لورته د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه بیا وایي، چې په وروستیو شپږو میاشتو کې پر خبریالانو بریدونه، د دوی پر وړاندې ګواښونه او ستونزې کمې شوې دي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه له حکومت غواړي،چې د بیان ازادۍ ملاتړ ډېر کړي او دوی ته د کار او فعالیت خوندي زمینې برابرې کړي.

افغان خبریالان ډیرکله پر حکومت له دې امله نیوکه کوي، چې د دوی خوندیتوب ته پام نه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...