Homeخبرونهمارک ایسپر: ایران او روسیه مې تر سختې څارنې لاندې دي

مارک ایسپر: ایران او روسیه مې تر سختې څارنې لاندې دي

تاند (چهار شنبه، د سرطان ۱۸) مارک ایسپر: پلانونه مې په خپل یو کلن ماموریت کې بریالي دي

د امریکا د دفاع وزیر مارک ایسپر وايي په خپل یو کلن ماموریت کې بریالی دی او په خبره یې چې روسیه او ایران یې تر خپل سخت فشار لاندې راوستي دي.

د پنټاګون په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د ایسپر پلانونه او نظامي اقدامات تر اوسه بریالي روان دي او توانېدلی چې د امریکا لپاره رامنځته شوي ګواښونه له منځه یوسي.

د امریکا د دفاع وزارت د اعلامیې پر اساس هغه ویلي، چې په سمندرونو کې یې د پوځي بېړیو امنیت خوندي دی او رامنځته شوي تهدیدات یې له منځه وړي دي.

دده په خبره ایران یې د سختو فشارونو له وجې کمزوری کړی او روسیه یې هم تر خپل څار لاندې راوستې ده.

د امریکا دغه لوړپوړي چارواکي په خپلو خبرو کې زیاته کړې چې لا هم د امریکا د پیاوړتیا لپاره کار کوي او ستر پلانونه ورته لري.

دی وايي ترهګرې ډلې به ختموي، په سیمه او نړۍ کې به امنیت تامینوي او د امریکا او متحدینو پر وړاندې به یې شته ګواښونه له منځه وړي.

1 COMMENT

  1. دروغ مه وایاست. دا څنګه د ترهګرو ختمول دي، چې طالبان مو ۲۰ کاله په پټه و پالل او نازول او اوس مو په ښکاره ورسره تارونه غځولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...