یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهایران د اورګاډي پټلۍ له لارې چابهار بندر له افغانستان سره نښلوي

ایران د اورګاډي پټلۍ له لارې چابهار بندر له افغانستان سره نښلوي

خبریاله: عاقله اسد (چهارشنبه، د سرطان ۱۸) .

د ایران د ښار جوړونې مرستیال وزیر خیرالله خادمي پرون سه شنبه د دې د پروژې د پرانیستې پر مهال وویل چې دا پټلۍ به د ایران چابهار بندر له افغانستان او بیا منځنۍ اسیا سره وصل کړي.

ایراني رسنیو خبر ورکړی چې د ایران د زاهدان – چابهار اورګاډي پټلۍ ۶۲۸ کیلومتره ده چې له چابهار او زاهدان څخه به تیریږي او د افغانستان د نیمروز ولایت زرنج ته به رسېږي.

خادمي وایي، دا د ایران تر ټولو اوږده پروژه ده چې له اقتصادي بندیزونو سره سره به پلې شي. د ده په وینا د ۱۵۰ کیلومتره پټلۍ د غځولو کار به د روان هجري شمسي کال تر پای پورې بشپړه شي.

ایرانې چارواکې وایي، چې دا پروژه به د تهران سیمه ییز تړونونه په ځانګړي توګه د ایران، افغانستان او هند ترمینځ درې اړخیز تړونونه تقویه کړي او په نهایت کې به د چابهار بندر د فعالیت لامل شي.

هغه وویل چې له ۲۰۱۷ کال راهیسې د چابهار بندر د پراختیا او عملیاتو پروسه څلور چنده شوې او اوس شاوخوا درې نیم میلیونه ټنو ته رسیدلې ده.

د ایراني چارواکي به وینا د پلان یوه موخه د مرکزي آسیا او افغانستان سره د سمندرونو د اوبو خلاصول دي.

افغانستان له تیرو څو کلونو راهیسې په دې لټه دی چې د اقتصادي توکو د لیږد رالیږد لپاره بدیله لار ومومي او د پاکستان له فشاره چې تل له اقتصادي لارو د فشار په ډول ګټه پورته کوي ځان خلاص کړي.

1 COMMENT

  1. د هر هیواد واکمن مشران کوښښ کوي چي د خپلو خلګو لپاره هوسايني برابري کړي، ایران به دا پروژه په خپله خاوره کي په مياشتو کي بشپړه کړي…

    خو متأسفانه زموږ د وطن مشران ورځ تر بلي تر څټ پوري په خپلو بې عقليو کي ډوب دي، پيسه او شهرت لپاره هره ناروا کوي.

    د اسلام قلعه – څخه تر هرات ښار پوري یواځي ۱۲۰ کیلومټره لاره ده، دوی په دې يولسو کلونو کي ونه توانېدل چي د ریل پټلۍ له اسلام کلا څخه تر صنعتي ښارګوټي (ګذره ولسوالۍ) ته وغځوي.

    په هرو څو میاشتو کي یو ځل يې یادونه وکړي، بیا يې پایله ورکه سي…

    د مشرانو د خبرو او عمل تر منځ خورا ډېر اوږد واټن د ی…همدا علت دی چي خلګ ورځ تر بلي باور له لاسه ورکوي… او راتلونکې ته نا هیلي کیږي..

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب