یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهولسمشرغني هېواد ته د ملي سولې د راوستو ژمنه کړې

ولسمشرغني هېواد ته د ملي سولې د راوستو ژمنه کړې

تاند ( چهارشنبه، د سرطان ۱۸) افغان ولسمشر محمد اشرف غني کاپيسا ولایت ته د خپل سفر پرمهال ژمنه وکړه ، چې هېواد ته به ملي سوله راولي.

هغه ویلي افغانان د جمهوریت په ساتلو سره داسې سوله غواړي چې د ټولو حقونه پکې خوندي وي.

ولسمشرغني په خپلو خبرو کې ویلي، په جهموري نظام کې د طالبانو پرجذب کار کوي او دی دې کار ته هیله من دی.

هغه زیاته کړې، دوی د سولې لپاره قوي اراده او ظرفیت لري او په وینا یې د سولې لار له کپرکه ډکه ده خو په اجماع او تدبیر به مخ پر وړاندي ځي.

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي، داسې سوله نه غواړي چې د بربادۍ لامل شي؛ بلکې پر داسې سوله کار کوي چې د افغانستان د ښېرازۍ سبب شي.

هغه ټینګارکړی هیچاته اجازه نه ورکوي، چې یو ځل بیا د افغانستان الوتکې د کباړ په توګه پر ګاونډیانو وپلوري.

ولسمشر غني نن سهار د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کاپيسا ولایت ته په سفر تللی دی.

نوموړی داسې مهال جمهوري نظام کې د طالبانو د جذب خبره کوي، چې طالبانو ویلي ترهغې چې افغان حکومت د دوی له لوري ورکړل شوي لېست کې شامل طالبان خوشې نه کړي بین الافغاني خبرو ته به حاضر نه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب