جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهولسمشرغني د لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کاپیسا ته تللی

ولسمشرغني د لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کاپیسا ته تللی

تاند ( چهارشنبه، د سرطان ۱۸) افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کاپيسا ولایت ته تللی دی.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ولسمشر غني به د کاپيسا په مرکز محمود راقي کې له قومي مشرانو، ځایي چارواکو، ځوانانو او د بېلابېلو قشرونو له استازو سره ناستې ترسره کړي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې ولسمشر به د کاپیسا عمومي وضعیت ارزوي او د دغه ولایت د خلکو ستونزې به له نږدې اوري.

محمد اشرف غني تېره اونۍ لوګر ولایت ته هم په ورته سفر تللی و او له خلکو سره یې له لیده کاته وروسته ژمنې تازه کړې وې.

افغان ولسمشر داسې مهال ولایتونو ته د سفرونو لړۍ پيل کړې، چې ورسره د سولې خبرود تودېدو ترڅنګ په ټول هېواد کې جګړې هم زور اخیستی دی.

عام افغانان روان تاوتریخوالی اندیښمنوونکی بولي او له حکومته د روان وضعیت د کنترول غوښتنه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...