جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهکندهار کې موټر بم برید ۲۳ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

کندهار کې موټر بم برید ۲۳ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند ( چهارشنبه، د سرطان ۱۸)کندهار کې یو شمیرځایي خبریالان وایي په شاولیکوټ ولسوالۍ کې د موټربم برید له امله درې پولیس وژل شوي او شل  نور ټپیان دي.

سرچینه وایي،چې موټر بم برید نن سهار وختي د ملي اردو له موټر نه په ګټې اخیستنې د شاولیکوټ ولسوالۍ پر ودانۍ شوی.

روغتیايي سرچینې بیا وایي، چې  په ټپیانو کې د درېیو وضعیت د اندېښنې وړ دی او پاتې نور یې سطحي ټپیان دي.

ځايي چارواکو په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم چا د برید مسوولیت منلی دی.

په دې وروستیو کې د کابل په ګډون په ولسوالیو او ولایتونو کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه ډېرشوي دي او افغان حکومت یې د وسله والو طالبانو کار بولي.

دا بریدونه داسې مهال زور اخلي، چې هماله ورسره د سولې خبرې هم تودې روانې دي.

افغان حکومت وایي د سولې په درشل کې د وسله والو طالبانو د دغه ډول بریدونه  ډیریدل سولې ته زیان رسولی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب