یکشنبه, مې 5, 2024
Home+د لیکوال په اړه: محمد عارف رسولي

د لیکوال په اړه: محمد عارف رسولي

محمد عارف رسولي د الحاج ملاسید رسول زوی د وردګو ولایت د جغتو د ولسوالۍ د فولادبیک په کلي کې زیږدلی دی.

لمړنۍ او ثانوي زده کړې یې د جغتو ولسوالۍ د غازي محمد جانخان په ښوونځۍ کې او تر دولسم ټولګي پورې په تخنیک ثانوي کړي دي. لوړې زده کړې یې د کاپل پوهنتون او د امریکا د متحده ایالتونو د اندیانا په ایالت کې د سیول انجنیرۍ په رشته کې ترسره کړې دي. عارف رسولی په پښتو، دري او انګلیسي ژبو روانې خبرې، لیکل او لوستل کوي. په عربي کې هم یو څه لاسرسی لري.

د انجنیرۍ په پوهنځیو کې د استاد په توګه

لمړی په پیښور کې د مهاجرینو په شته پوهنتونونو کې د انجنیرۍ به څانګه کې درس ورکول پیل کړل.
د کابل پوهنتون د ځمکې پیژندنې په پوهنځۍ او په ځینو خصوصي پوهنتونو کې د چاپیریال ساتنې، د طبیعي زیرمو د مدیریت، د اقلیم د بدلون، د اوبو د زیرمو د انکشاف او مدیریت او په نورو ساحو کې افتخاري لکچرونو او پریزنتشنونو ورکولو ته یې دوام ورکړی او دا کار یې دوام لري.

عارف رسولي د ډاکار له موسسې او د ملګرو ملتونو د مهاجرینو له کمیشنرۍ سره د افغان مهاجرینو لپاره په ۱۹۹۴ کال په کار پیل وکړ او د هغه وخت د صوبه سرحد (پښتونخوا) په ایالت کې د افغان مهاجرینو د څښلو اوبو رسولو مسؤل و. د ښو لاسته راوړنو او د ملل متحد او ډاکار موسسې له خوا په ښو تحسین نامو ونازول شو. وروسته بیا د ډاکار موسسې له خوا په افغانستان کې د سړکونو او د اوبه خور د پروګرامونو مسؤل شو.

له نړیوال بانک سره کار

عارف رسولي د ۲۰۰۵ کال له پیله په افغانستان کې د نړیوال بانک سره د چاپیریال ساتنې او ټولنیزو چارو د کارپوه په توګه کار پیل کړ. دوه کاله وروسته د چاپیریال ساتنې او طبیعي زیرمو د ارشد کارپوه درجې ته یې ارتقا وکړه او ترننه په دې پوست کې کار کوي.

عارف رسولي اوس په نړیوال بانک کې له نړیوالو کارپوهانو سره د هیواد د طبیعي زیرمو لکه ځنګلونو، څړځایونو، طبي بوټو او نورو د مدیریت او پرمختګ لپاره په څیړنو او د ظرفیت لوړولو د یوې څیړنیزې مطالعې له مسوولینو څخه دی. عارف رسولي د هغو کسانو له ډلې دی چاچې په ۱۳۸۶ کال کې د افغانستان د انجنیرانو انجمن تاسیس کړ او دا انجمن اوس په مختلفو رشتو لکه، سیول، برق، مهندسۍ، چاپیریال ساتنې، ښاري پراختیا، ترانسپورت او نورو کې تر زرو زیات مسلکي انجنیران په خپلو لیکو کې لري او د یو شمیر، دردمندو، وطندوسته او مسلکی کسانو لخوا رهبري کیږي. انجمن هڅه کوي چې د ځوانو انجنیرانو سره د ظرفیت لوړولو په چارو کې مرسته وکړي، انجنیران روڼوالي او شفافیت او ښې حکومتولۍ ته تیار کړي، په هیواد کې د انجنیري او ساختماني کارونو د ښه والي لکه سړکونو، پلونو، بندونو، سترو ودانیو او نورو د جوړولو په سمون کې رغنده رول ولري.

دری کاله وړاندې عارف رسولي د دې انجمن د رئیس په توګه وټاکل شو او تراوسه دا مسؤلیت لري.

په ملي او نړیوالو کنفرانسونو کې ونډه

عارف رسولي د افغانستان د قضیې په هلکه د بن په نړیوال کنفرانس کې د مدني ټولنې د فعالانو په ډله کې برخه درلوده. مدني فعالانو هڅه کوله چې په سیاسي لوریو اړین اخلاقي فشار واچوي چې د هیواد نازک حالت په پام کې وساتي او د هیواد په ګټه پریکړې وکړي او تر ګروهي او شخصي غوښتنو تیر شي. همدارنګه، هغه د افغانستان د بیا جوړونې په راز راز کنفرانسونو او غونډو کې د ګډونوال او کله کله د تسهیل کوونکي او ناظم په توګه کار کړی دی.

د لیکوال او څیړونکی په توګه

عارف رسولي د هیواد د پیژندل شوو لیکوالانو د کتابونو او مقالو له لوستلو خوند اخلي. خپله هم کله کله په ځینو مسئلو ځینې مقالې لیکي، له خپلو لوستونکو سره یې د ګټې رسولو په هیله شریکوي. د ده د ژوند له ښو خاطرو دا وي چې کوم پیژندل شوی علمی شخصیت او کادر ورته ووایي: «لیکنې دې لولم، خوښیږي مې او ګټه ورڅخه اخلم». د هغه مقالې په تاند، ټول افغانستان، ټول افغان، روهي، افغان جرمن، لمړیتوب، افغان سباوون او نورو ویب پاڼو کې خپریږي. هغه د هیواد د طبیعی منابعو لکه اوبو، بوټو، ځنګلونو او نورو په هکله هم کله کله مسلکي لیکنې کوي او په پورته یادو ویبپاڼوکې یې د خپرولو لپاره استوي.

مدني فعالیتونه

عارف رسولي ځان یو مدني فعال بولي. د خپلې رسمی دندې، کورنۍ او ځاني بوختیاوو سره سره، په خپل شخصي وخت کې، له مدني ټولنو سره له کاره ډېر خوند اخلي. عارف رسولي په دې باور دی چې د مدني ټولنو، سازمانونو او شوراګانو وده، سم چوپړ ته تیاري او په ټولیزه توګه د ټولنیز پرمختګ پروسه د نړۍ په بیوزلو هیوادونو او په تیره زموږ په هیواد کې یوه کمه پیژندل شوې، ستونزمنه او وخت نیونکي پروسه ده. نو ځکه دی تر وسه وسه هڅه کوي چې زموږ خلک او ځوان کهول د مدني فعالیتونو، د مدني ټولنو او شوراګانو په وده او دهغوی له لارې خپلو خلکو ته په چوپړ کولو سم پوه شي او ښې پایلې هم لاسته راوړي.

هغه په ځانګړي توګه مینه لري چې له ځوان کهول سره کار وکړي تر څوهغوي د ګډ کار؛ نرمو مهارتونو لکه ستراتیژیک فکر، رهبري، مدیریت، د منازعاتو حل، یو بل منل، زغم او نورې وړتیاوې په ځانونو کې پیدا او پراختیا ورکړي او په راتلونکي کې د هیواد او خپلوخلکو په ګټه ستر ستر کارونه وکړای شي.

عارف رسولي باور لري چې د پردیو د ګټو او نیابتي جګړو کې زموږ د خلکو ځوریدل او د هیواد ورانی مو هغه وخت پای ته رسیدلای شي چې زموږ د خلکو او په تیره زموږ د ځوان کهول سیاسي، ټولنیز او دیني شعور او پوهه زیاته شي او د خلکو فکر مو وده وکړي. د همدې ستر آرمان د رښتیا کیدو لپاره له همفکره کادرونو سره کار کوي.

دا کارونه هغه یوازې او یوازې د الله تعالی د خوښۍ او د خپل ځان د تسکین او خوند اخیستلولپاره کوي. هغه د هیڅ کوم موقف غوښتونکی نه دی. عقیده لري چې که په اخلاص یې د خلکو او هیواد خدمت وکړکیدای شي څوک ورڅخه ګټه واخلي، که یې چا قدر وکړ د یوه انسان په صفت ورته خوشالیږي او که ممکنه نه شوه باک نشته او له خدایه هیڅ پټ نه دي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب