Homeخبرونهد کانکور ازموینه د سرطان په ۲۹ په کندهار کې پیلیږي

د کانکور ازموینه د سرطان په ۲۹ په کندهار کې پیلیږي

تاند (دوشنبه، د سرطان ۱۶) لوړو زده کړو وزارت وايي چې د کانکور په اړه یې وروستۍ پریکړه کړې ده

د لوړو زده کړو وزارت ویاند محمد حنیف فرزان وايي، چې د کانکور لومړۍ ازموینه به په قندهار ولایت کې د روانې سرطان میاشتې په ۲۹ واخیستل شي.

دغه ازموینه د کرونا ویروس د خپرېدو له امله ځنډول شوې وه.

د کانکور ازموینې ملي اداره وايي چې په راتلونکې یوه نیمه میاشت کې به د روغتیايي تدابيرو په پام کې نيولو سره دغه ازموینه واخیستل شي.

ټاکل شوې سږ کال دکانکور په ازموینه کې له ټول افغانستان څخه ۲۰۰ زره زده کوونکي ګډون وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...