جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهد نارینه والیانو تر څنګ د هر ولایت لپاره یوه ښځینه مرستیاله...

د نارینه والیانو تر څنګ د هر ولایت لپاره یوه ښځینه مرستیاله ټاکل کېږي

تاند (دوشنبه، د سرطان ۱۶) د حکومت له لوري د هر والي لپاره یوه مرستیاله ټاکل کېږي

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي نن په کابل کې یوې خبرې غونډې ته وویل چې حکومت پریکړه کړې څو د هر والي لپاره یوه مرستیاله وټاکي.

صدیقي وویل چې د ښځو چارو وزارت په وړاندیز او د حکومت د پرېکړې سره سم به په ۳۴ ولایتونه کې دغه چاره عملي شي.

د هغه په خبره، د دوشنبې د ورځې په ناسته کې د سیمه ییزې ارګانونو ادارې ته لارښوونه وشوه څو ددغه بستونو د رامنځته کېدا لپاره لاس په کار شي.

صدیق صدیقي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: «په ولایتونو کې د ښځو لپاره د ځانګړي معاونیت رامنځته کول په دې مانا نه ده چې ښځې د ولایت چارې پرمخ نشي وړلی.»

په ورته وخت کې ، په افغانستان کې د ښځو او د هغوی د حقونو مدافعین د دولت په مشرتابه کې د میرمنو په کموالي نېوکه کوي.

د یادونې وړ ده چې لوګر ولایت ته ولسمشر په خپل وروستي سفر کې دغه ولایت ته د یوې ښځینه مرستیالې ټاکل کېدل منظور کړي وه.

2 COMMENTS

  1. د تاند محترمی اداری ته:
    سلامونه او احترامات
    ( د نارینه والیانو تر څنګ په هر ولایت کې یوه ښځینه مرستیاله ټاکل کېږي)
    د پاسنی عنوان د تبصرو په برخه کی ما د افغانستان د سُنتی او کلتوری ټولنی او سولی په برخه کی د افغانستان اوسنی مشر ته (د افغانستان د ګټو او امن) په برخه کی تبصره ولیکله، بیا می دغه تبصره درواستوله، مګر په ډیر تأسف سره زما دغه تبصره ستاسو د صفحی څخه څو دقیقی وروسته لری کړای شوه.
    زما خواست ستاسی دمحترمی او ناپیلی اداری څخه دادی، چه ځما زندانی شوی تبصره واپس ازاده او پر خپل ځای یی پریږدی. ځکه ما هغه څه لیکلی دی چه د افغانستان اوسنی سُنتی کلتور او نا ارامی ښایی، که چیرته زما په تبصره کی د افغانستان دګټو خلاف څه محسوسیږی، نو ستاسی محترمی اداری ته بیا خواست کووم چه ماته یی په زغرده او د یوی ناپیلی او ازادی اداری په حیث ولیکی.
    په درناوی
    دورانی افغان

    • افغان صاحب سلامونه، نه پوهیږو چې تاسو څه لیکلي و او ولې مو ستاسو تبصره ډیلیت کړې ده. خو موږ هسې په هسې د چا تبصره نه ډیلیت کوو. ممکن داسې څه مو پکې لیکلي وي چې د یو بل چا توهین به ګڼل کېدل.
      موږ ټولو ته د تبصرو برخه ازاده پرې ایښې ده. که یو ځل د چا تبصره تایید شوه ټولې تبصرې یې په اتومات ډول خپرېږي او که یو ځل د چا تبصره سپم قلمداد شوه بیا یې هیڅ تبصره نه خپرېږي نو هیله ده چې هیڅوک د هیچا توهین او سپکاوی ونه کړي. تل به یې هره تبصره خپرېږي
      له تاسو مننه چې یادونه مو کړې وه ستاسو د یادونې په پلمه مو دا وضاحت د ټولو تبصره لیکونکو لپاره وکړ
      تاند

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب