شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهسعودي سفیر، په افغانستان کې ۱۰۰ مدرسې نه بلکې ښوونځي جوړوو

سعودي سفیر، په افغانستان کې ۱۰۰ مدرسې نه بلکې ښوونځي جوړوو

خبریاله: عاقله اسد(دوشنبه، د سرطان ۱۶) په افغانستان کې د سعودي عربستان له خوا د ۱۰۰ دیني مدرسو او روغتون جوړولو ژمنې په غبرګون کې، د سعودي سفارت وویل چې د افغانستان د مشرانو جرګې له رييس فضل هادي مسلمیار سره د جاسم محمد الخالدي د غونډې په جریان کې پر دې مسلو خبرې نه دي شوي.

په کابل کې د سعودي سفارت له خوا نن دوشنبه، په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا پر موضوعاتو خبرې وکړې.

.د سعودي سفارت ویلي چې افغان چارواکې باید د معلوماتو په لیږدولو کې محتاط اوسي

د سعودي سفیر له افغان لوري سره د سږ کال د حج د مقرراتو او د سعودي حکومت د پراختیایی سکتور په ځانګړي ډول د عامې روغتیا او پوهنې په برخو کې افغانانو ته د وړاندیزونو په اړه هم خبرې کړي دي.

پرون د سعودي سفیر جاسم بن محمد الخالدي د افغانستان د مشرانو جرګې له رییس فضل هادي مسلمیار سره وکتل.

مشرانو جرګې د سعودي د سفیر په حواله ویلي چې ریاض په دې وروستیو کې په افغانستان کې ۳۵ پرمختیايي پروژې او ۱۰۰ دیني مدرسې جوړوي.

 

مګر مشرانو جرګې په خپله خبره کې بدلون راوست او ویې لیکل چې سعودي عربستان ۱۰۰ مدرسې نه، بلکې ۱۰۰ ښوونځي جوړوي.

په راپور کې د جاسم محمد الخالدي له خولې لیکل شوي چې هیواد به یې په ننګرهار کې د نړیوال اسلامي پوهنتون پر جوړولو ژر کار پيل کړي.

هغه زیاته کړه چې د دې ترڅنګ به په کابل کې د ۳۰ ملیون ډالرو په لګښت یو روغتون هم جوړ کړي.

له بلې خوا ، د مشرانو جرګې له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې سعودي عربستان به د کورونا ویروس پر وړاندې په مبارزه کې افغانستان ته ۲۰۰ میلیونه سعودي ریال ورکړي.

په ورته وخت کې د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې د سعودي عربستان لخوا د ۱۰۰  ښوونځیو جوړول رد نه کړل او ویې ویل چې د مشرانو جرګې لخوا پرون په یوه خپره شوې اعلامیه کې ژباړونکي غلطي کړې وه او د سلو ښونځیو پر ځای یې سل مدرسې لیکلې وي.

3 COMMENTS

  1. هرڅومره چې ووایئ… د ترهګر مسلمیار تصویر د حال په ژبه لوی ثبوت دی چې ښوونځي نه، د ترهګرروزنې مدرسې جوړیږي. ملسمیار هغه کس دی چې خپل (جهاد) یې له مکتب سیځلو او معلم وژلو راشروع کړی و؛ څنګه کېدی شي چې مکتب سیځونکی داعشی دې راولاړ شي او مکتب آباد کي؟؟ ههههه

  2. په افغانستان کې د عربانو په مرسته د دینی مدرسو جوړول هغه امپریالیستی او ارتجاعي پلانونه دي چې په لوی لاس د پښتنو بچیان دې مدرسو ته ور ټېلوهي او د راتلونکې جګړې لپاره یې د سون د توکو په څېر کاروي. که چېرې دا خبره رښتیا وي نو تر ټولو ډېرې مدرسې به په پښتون مېشتو سیمو کې جوړې شي او پښتانه به نور هم په تیارو او جهالت کې ډوب کړای شي. ټول په هېواد مین پښتانه باید د دغسې توطیو په شنډولو کې لویه برخه واخلي او دا ډول کړنې وغندي. مننه

  3. سلامونه او نیکې هیلې.
    خدای دې وکړي چې د عربستان خبره رښتیا وي او افغانانو ته درواغ ونه وایي . ځکه عربستان په اسلامي هیوادونو کښې هیڅکله داسې کار نه کوي چې د مسلمانانو درد پرې درمل شي او د هغوی وږی نس پرې موړ شي. هغوی تل پر خپلو پیسو باندې د بې وزله هیوادونو عام المنفعه بنسټونه ویجاړوي او د هغوی د پرمختګ مخ ډب کوي. د عربستان پر پیسو باندې زرګونه ښوونځي په افغانستان,کښې د اور د لمبو خوراک شوي. زما خپل ښوونځی د عربستان پر پیسو باندې وسوځول شو, چې له کبله یې زما ټولګیوال بې سواده شول او د هغوی هیلې نیمګړي پاتې شول. عربستان د افغانستان پر ورانولو باندې ملیاردونه ډالره لګولي چې اوس ترې د ودانولو طمع نه شي کیدلای. زما تل پاتې دعا داده چې الله تعالی دې زمونږ لاس ونیسی, د ورانکارو له شره مو وژغوري او پر عربستان باندې تیل د تل لپاره وچ کړي. عربستان د تیلو پر,پیسو باندې یا شراب اخیستي دي یا وسلې او یا یې هم ورانکار روزلي دي. دا واړه بشري ضد کړنې عربستان د لویدیځ په امر کوي. عربستان د تیلو د ډالرو پر بدل باندې د لویدیځ څخه وسلې اخلي او هغه وسلې بیا د مسلمانانو پر ککریو باندې تش کوي.
    په درنښت.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی