جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeجنرال وزیريتبلیغاتي جګړه، تر پوځي جګړې زوروره ده| جنرال دولت وزیري

تبلیغاتي جګړه، تر پوځي جګړې زوروره ده| جنرال دولت وزیري

تبلیغاتي جګړه یا پروپاګند چې په فرانسوۍ ژبه (Propagande) ورته وايي، د ارتباط هغه لارې چارې دي چې هدف یې د سیاسي تبلیغ له لارې د عمومي افکارو تنظیم او همږغي کول دي.

په اوسنۍ زمانه کې دغه تبلیغاتي جګړه د کوم جارچي یا هم لاوډسپیکر له لارې یا هم شپې پاڼو له لارې مخ ته نه وړل کېږي، اوس دغه جګړه د انټرنټ او نورو عصري وسایلو له لارې پرمخ بېول کېږي. د رسنیو ونډه هم په کې د پام وړ ده، په ځانګړې توګه هغه ورځپاڼې، اونیزې او نورې خپرونې چې د ځانګړو سیاسي ډلو- ټپلو له خوا خپرېږي.

ناپليون بناپارت (زېږېدنه، د ۱۷۶۹م کال د اګست ۱۵مه- مړینه د ۱۸۲۱م کال د مې ۵مه) به ویل:

«زه د یوه غښتلي پوځ پر تله له څلورو مخالفو ورځپاڼو څخه زیات ویرېږم.»

په نړۍ کې اوس د مطبوعاتو د ډیر اهمیت له کبله د دولت د اجرائیه، قضایه او د قانون جوړونې د قواو تر څنګ مطبوعاتو ته د څلورمې قوا په سترګه کتل کېږي.

مطبوعات او پروپاګند د یوه هيوآد د اوسیدونکو او په جګړه کې د ځواکونو پر اعصابو او روحياتو مستقیم تاثیر کوي، مخکې له جګړې ځواکونه ماتې ته چمتو کېږي، ځکه چې پروپاګند او ناوړه تبلیغات اعصاب کمزوري کوي او اعصاب دي چې پر ټول وجود د قوماندې واک لري کله چې اعصاب وجود ته پر ځای او سمه قومانده ورنکړي انسان د لېوني په څېر حرکات کوي او په جګړه کې يې تل ماتې په برخه وي.

د دولت د قواو د درجه بندۍ له پلوه زما په فکر مطبوعات او رواني جګړه په اوسنۍ نړۍ کې لومړې مقام لري، ځکه چې مطبوعات کولای شي په یوه ورځ کې له وزیر څخه رذیل او له رذیله وزیر جوړ کړي.

هغه قوماندان چې د پوځي هنر ماهر وي، د بشري قوت، وسلو، ښوونې او روزنې او د دسپلين پر تله د ځواکونو مورال او انګیزې ته زیاته پاملرنه کوي.

په پوځي هنر پوه قوماندان په دې پوهېږي، که چیرې مورال او له هیواد څخه د دفاع انګېزه کمزورې وي، الوتکې، ټانکونه او توپونه په خپله په دښمن پسې نه ورځي او نه په خپله غړمبېږي.

پر ځای او درست تبلیغات د ځواکونو پر مورال مثبت تاثیر کوي، د مقاوت او زړورتیا قوت وربخښي، که قوماندان زړورتیا او د جګړې لپاره لوړه انګېزه ونه لري، نه شي کولای چې پر مشکلاتو بريالی شي او سترې طرحې عملي کړي.

د پخواني شوروي اتحاد یوه پوځي جنرال او مارشال ګیورګي ژوکوف (زېږېدنه د ډسمبر لومړۍ- مړینه د ۱۹۷۴م کال د جون ۱۸مه) به ویل:

«د دښمن د ماتې او له منځه وړلو ویاړ د هغه چا په برخه وي، چې په کلکو بریدونو، میړنتوب، نارینتوب، هوښیارۍ او سرښندنې سره يې خپل سر په لاس کې نیولی وي او خپل غښتلی دښمن له پښو وغورځوي.»

دی زیاتوي:

«د دې ټولو وړتیاوو تر څنګ د غښتلي دښمن د ماتولو له پاره لوړ مورال او لوړې انګېزې ته اړتیا ده، که لوړ مورال او لوړه انګېزه نه وي د یوه غښتلي دښمن ماتول له امکانه لیرې دي.»

په هره جګړه کې بریا د هغه چا په برخه وي، چې لومړی یې مقابل لوري د تبلیغاتو په جګړه کې کمزوری کړی او مورال یې ورکمزوری کړی وي.

ګیورګي ژوکوف وايي:

«د دوهمې نړیوالې جګړې پر مهال د سنت پترزبرګ په جګړه کې د توپچي کنډک قوماندان خبر راکړ چې د جرمنيانو ځواکونه را روان دي.»

دی زیاتوي:

«زما چې ډېر اعصاب خراب وو، ورته ومې ویل: ته د کوم وړکتون قوماندان يې او که د توپچي کنډک؟»

که چیرې ځواکونه هر څومره غښتلي او په مډرنو وسلو سمبال وي، چې د جګړې له پاره لوړه انګېزه نه وي او ځواکونه د دښمن د پروپاګند تر تاثیر لاندې وي، حتمی ده چې بری به د دښمن پر خوا وي.

پوځ د مورال او انګېزې په مرسته جګړه کوي، که پوځ د جګړې له پاره مورال ونه لري، قوماندان هم ایمان او باور له لاسه ورکوي او ماتېږي.

(سلطان شهاب الدین غوري، زېږېدنه ۱۱۴۹م کال- مړینه د ۱۲۰۶م کال د مارچ ۱۵ مه) به د خپلو لښکرو د مورال د لوړولو له پاره شاعرانو ته دنده سپارله چې حماسي شعرونه او ملي ترانې ووايي.

په یوه جګړه کې(شیخ ملکیار غرشین) د ځواکونو له پاره دا شعر زمزمه کړ چې د ځواکونو پر مورال يې ډیر ښه تاثیر وکړ.

څښتن مو مل دی

اوس مو یرغل دی

هېواد مو خپل دی

غازیانو ګورئ

څښتن مو مل دي

په همدې توګه د میوند په جګړه کې (د ۱۸۸۰م کال د جولای ۲۷مه) د(ملالې ميوندۍ، زېږېدنه ۱۸۶۱م کال- مړینه د ۱۸۸۰م کال د جولای ۲۷مه) دې لنډۍ:

که په میوند کې شهید نه شوې

خدايږو لالیه بې ننګۍ ته دې ستاينه

غازیان په غورځنګو کړل، همغه وو، چې جګړه د افغانانو په ګټه پای ته ورسېدله.

له مرهټیانو سره د پانيپت په ډګر کې د احمد شاه بابا جګړه (۱۷۶۱ میلادي کال ) د مورال او لوړې انګېزې پر مټ وګټل شوه، که نه د ځواکونو تناسب څو چنده د مرهټیانو په ګټه و.

د چین نظامي شخصیت شانګ یو به ویل:

«قوماندان د ایمان او باور په لرلو سره د جګړې چارې قابو کولای شي. نظم، ګډوډی، زړورتیا او ویره هغه صفتونه دي چې د ایمان او باور تر قوماندې لاندي دي، له دې کبله ده هغه څوک چې پر دښمن د ګذار د هنر کار پوه وي، لومړی د دښمن مورال کمزوری کوي او بیا برید کوي. پوه قوماندان کله چې دښمن په هیجان کې وي له هغه څخه ځان ساتي.»

د وزیر محمد اکبرخان (زېږېدنه د ۱۸۱۶م کال د اکتوبر ۱۵مه، مړینه ۱۸۴۵م کال) له خوا د ویلیم مکناټن (زېږېدنه د ۱۷۹۳م کال د اګست ۲۴مه- مړینه د ۱۸۴۱م کال د ډسمبر ۲۳مه) او د سکانو لوی درستیز هري سنګ نالوا (زېږېدنه ۱۷۸۱م کال- مړینه ۱۸۳۷م کال) وژل د ده د لوړ مورال او لوړې انګېزې پایله وه.

که خبره د ځواکونو وي د وزیر محمداکبرخان او انګریزانو او سکانو ځواکونه هیڅ د پرتلې وړ نه وو. یوازې د ښه تدبیر او د لوړ مورال قوماندان کولای شي چې سترې دندې تر سره کړي او له دښمن سره ډغرې وهل د امیر عبدالرحمن خان خبره د غره سره ډغرې او سر جنګول دي.

زنه فون د یونان د هغو لسو زرو پوځيانو په ډله کې و چې د پارس پاچا (سیروس چې د کوروش اړول شوې بڼه ګڼل کېږي) د داریوش زوی مرستې ته له یونان څخه راغلي وو.

دی د پخوانی قوماندان کلییرکس تر وژل کېدو وروسته د پوځ له خوا د قوماندان په توګه غوره شو. ده د دې شعار په ورکولو سره چې «ټول د یوه له پاره او یو د ټولو له پاره» د خپلو پوځیانو مورال او انګېزه چې زر مایله له هیواده لیرې په ترکیه کې د دښمن په منځ کې راګیر و لوړه کړه او ټول ځواکونه يې روغ رمټ خپل هیواد ته ورسول.

لوړ مورال او له هیواد څخه د دفاع لوړه انګېزه جګړه ګټلی شي، ځکه چې په جګړه کې حلوا نه وېشل کېږي، هلته د وسلو په خوله خبرې وي او د خوراک له پاره ګولۍ/ مرمۍ لرې برې کېږي.

په ۱۸۴۰ میلادي کال جنرال (ناټ) په کندهار کې د انګریزي پوځ قوماندان و. دېی خپلې لور ته په یوه لیک کې لیکي:

«په کندهار کې یوه میوه خرڅوونکي ځوان زما څخه پوښتنه وکړه، چې ولې موږ پر افغانستان برید کړی دی؟»

دی وايي:

«ما ورته وویل، چې امیر دوست محمد خان د پاچاهي مستحق نه دی، شاه شجاع د واک مستحق دی، موږ غواړو چې شاه شجاع پاچا کړو.»

دی لیکي:

«افغان ځوان په زوره- زوره وخندل ويې ویل، تاسو ته چا حق در کړی دی چې پر بنارس او ډهلي واک وچلوئ او بیا وايې چې دلته دوست محمد ځان مستحق نه دی او زیاته يې کړه، که ستاسو خوښه وي او که نه دوست محمد ځان به پاچا وي.»

د افغانانو لوړ مورال او لوړه انګېزه وه چې له انګریزانو سره لومړۍ جګړه د شاه شجاع په مرګ او د دوست محمد خان واک ته په رسېدو پای ته ورسېده.

وسله والو ځواکونو ته د مورال او لوړې انګېزې په ورکولو کې د دین عالمان، ملي ترانې، حماسي شعرونه، لنډۍ، موسیقي، راډیو، تلویزیون، اخبار، مجلې، بلبوردونه، جومات، حجرې او دېرې ډېر ستر رول لوبولای شي او دولت ته ډیره اړینه ده چې د دوی تر منځ د دښمن د پروپاګند او رواني جګړې پر ضد موثره او پر ځای همغږي رامنځ ته کړي تر څو دوی د خپلې تبلیغاتي مبارزې په واسطه وکولای شي چې خپل ملي رسالت په ښه توګه تر سره کړي.

د دښمن له پاره له دوی ګټه پورته کول ډېر ستونزمن کار نه دي، دښمن کولای شي چې د تهدید او پیسو په بدل کې دوی د خپل ځان په ګټه استعمال کړي. دولت د دوی اهمیت ته په کتو باید تل دوی تر نظر لاندې وساتي او پرې نه ږدي چې د دښمن ښکار شي.

د افغان او انګلیس د دویمې جګړې پر مهال د پیواړ کوتل پر سر ميجر پالمر خپلو ملګرو ته ویل:

«دا د ډول اواز ډېر په ما بد لګېږي، اعصاب مې را خرابوي، باور وکړئ په غوږونو کې مې لکه د توپ د مرمۍ په څېر تخریب کوي. له دې مې بل هیڅ شی دومره نه شي ځورولای لکه د دغه لعنتي ډول اواز.»

جنرال کاب، ميجر پالمر ته وویل:

«دې خلکو د دې ډول د اواز لاندې تر بنګاله مارشونه کړي دي او د دغه ډول د اواز لاندې يې له سکندر، چنګېز، تیمور او نورو یرغلګرو سره ډغرې وهلي دي.»

جنرال رابرتس په دې وخت کې زیاته کړه؛(( ډول وهي او هیڅوک يې په موخو نه پوهېږي. د عجائبو هیواد دی او ډول يې هم له عجائبو څخه دی.))

په همدې توګه به خوشحال خان بابا هم په خپلو حماسي شعرونو د خپلو ملګرو مورال لوړول او د دښمن پروپاګند به يې خنثی کاوه.

ده به ویل:

لا تر اوسه يې ماغزه په قرار نه دي

چا چې ما سره وهلی سر په سنګ دی

او یا:

په جهان د ميړنو وي دا دوه کاره

یا به وخوري ککرۍ یا به کامران شي

ده به د دښمن ځواکونو ته اهمیت نه ورکاوه ويل به يې:

رد جهان ډیرې خبرې – لور په لور تورې لښکرې

زړه مې نه خوځي له ځایه – غر خو هسې وي که نه

حماسي لنډیو هم پر خپل وار ښه رول لوبولای دي:

د نتکۍ لال به ترې قربان کړم

که مې اشنا په دښمن مات کړي سنګرونه

توره زما د پلار منصب دی

دا نور عالم چې لافې کړي خندا راځینه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب