Homeخبرونهبیل ګېټس د کورونا په خپرېدو کې ټولنیزې رسنۍ ملامتوي

بیل ګېټس د کورونا په خپرېدو کې ټولنیزې رسنۍ ملامتوي

تاند (یکشنبه ، د سرطان ۱۵) د مایکروسافټ د کمپنۍ بنسټګربیل ګېټس وایي د کورونا وبا په پراختیا کې ټولنیزې رسنۍ ملامته دي.

بېل ګېټس وایي د کویډـ۱۹ په پراختیا ې ټولنیزې رسنۍ مسؤولې دي.

هغه په ټولنیزو رسنیو کې دا پړه تر ډیره په ټویټر او فیسبوک ځکه اچولې، چې وایي د دې نړیوالې وبا په اړه یې ناسم معلومات خپاره کړي.

نوموړی وايي د یادو رسنیو کاروونکود ناسمو معلوماتوپه خپرولو سره خلک د دې ناروغۍ پر وړاندې بې پروا کړي دي.

بېل ګېټس زیاته کړې، سره له دې چې ټولنیزې رسنۍ د دې ته ورته مسائلو برخه کې خورا ګټورې دي خو په خبره یې بیاهم همدا رسنۍ افواهات  او غلط نظریات خپروي.

د نوموړي په خبره یاد خپرو شویو غلطو معلوماتو ډیر خلک دې ته وهڅول چې خلک ماسک ونه کاروي او عام خلک د یادې ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره د واکسینونو په اړه دسیسو ته هوا ورکړي.

هغه ویلي، چې دا چاره انساني فاجعه رامنځته کولی شي.

د مایکروسافټ د کمپنۍ بنسټګر بیل ګېټس دغه راز ټینګار کړی، چې د دې وژونکې ناروغۍ لپاره باید واکسین جوړ او دا واکسین د یو هېواد لپاره نه بلکې د ټولې نړۍ لپاره وي.

بل لورته روغتیاپالان هم په وار وار خلکو ته د روغتیايي لارښوونو د عملي کیدو خبره کوي او وایي که عملي نه شي نو امکان شته چې کرونا وبا بیا ځلي له دې هم جدي ګواښ جوړ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...