Homeخبرونهد لبنان چارواکي: ترکیه لبنان کې د کورنیو جګړو اور ته لمن...

د لبنان چارواکي: ترکیه لبنان کې د کورنیو جګړو اور ته لمن وهي

تاند ( یکشنبه، د سرطان ۱۵) د لبنان دکورنیو چارو وزیر د ترکیه په لبنان کې د جګړې اور ته په لمن وهلو تورنوي.

د لبنان د کورنیو چارو وزیر محمد فهمي وایي  ترکیه په دغه هېواد کې د کورنۍ جګړې اور ته په لمن وهي او په لوی لاس د جګړې چټکوالي هڅه کوي.

نوموړي ویلي، ترکیه هڅه کوي له بیلابیلو لارو په دغه هېواد کې ناکراریو ته لمن ووهي او خپلې ګټې ترلاسه کړي.

اللوا ورځپاڼې د فهمي له قوله ویلي، چې د ترکیې په یوه شخصي الوتکه کې یې څلور کسان له څلور میلیون ډالرو سره یو ځای نیولي دي، چې د ده په خبره ګومان کېږي چې دا مرستې په لبنان کې د پیل شویو اعتراضونو پلانوونکو ته لېږدول کېدې.

له دې وړاندې هم لبناني چارواکو پر ترکي چارواکو دا ډول تورونه لګولي دي خو ترکیې بیا دا ډول تورونه تل په کلکه رد کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...