Homeخبرونهفراه کې یو امریکايي عسکر ووژل شو

فراه کې یو امریکايي عسکر ووژل شو

تاند (یکشنبه، د سرطان ۱۵) پنټاګون: افغانستان کې د یوې ترافیکي پیښې له امله یو امریکايي عسکر وژل شوی

د امریکا د دفاع وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په فراه ولایت کې د دوی یو عسکر د جمعې په ورځ په یوه ترافیکي پیښه کې وژل شوی دی.

پنټاګون راپور تایید کړی او ویلي یې دي چې وژل شوی عسکر یې وینسنټ سباسټین نومیږي او ۲۱ کاله عمر یې درلوده.

په اعلامیه کې دغه راز راغلي چې دغه حادثه ددوی تر پلټنو لاندې ده.

تر دې وړاندې د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا پلټونکې ادارې یا سیګار په یوه راپور کې ویلي وو، چې د روان میلادي کال په لومړیو درییو میاشتو کې په افغانستان کې اووه امریکايي عسکر وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

آرمي ټایمز بیا د خپل راپور په حواله په روان کال کې دغه شمېره ۹ تنه ښودلې ده.

د یادونې وړ ده چې تېر کال په افغانستان کې مجموعاً ۲۰ تنه امریکايي پوځیان وژل شوي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...