جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهعراقي پارلمان امریکا نړیوالو قوانینو ته په سپکاوي تورن کړ

عراقي پارلمان امریکا نړیوالو قوانینو ته په سپکاوي تورن کړ

تاند ( یکشنبه، د سرطان ۱۵) د عراق پارلمان وایي، امریکایي ځواکونو په عراق کې له خپل سفارت نه نظامي اډه جوړه کړې او لسګونه ډوله سپکې او درنې وسلې یې پکې ځای پر ځای کړې دي.

د عراق د پارلمان د ملي امنیت کمېټې ویلي، چې امریکا د ټولو نړیوالو قوانینو پر خلاف په بغداد کې په خپل سفارت کې لسګونه سرتېري ځای پر ځای کړي.

دوی وایي امریکایي ځواکونو درنې وسلې  راوړې دي او هره ورځ نظامي تمرینات ترسره کوي.

د عراق پارلمان زیاتوي، چې امریکا دې نړیوالو قوانینو ته درناوی وکړي او د دیپلوماتیکو او نړیوالو اړیکو د اصولو خلاف ديپلوماتیکه ساحه دې په نظامي اډه نه بدلوي.

امریکا بیا تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

عراق د نړۍ یو له هغو هیوادونو دی، چې جګړو سخت ځپلی او په کې د نړیوالو ځواکونو حضور له ستونزو ډکه مسله یادیږي.

1 COMMENT

  1. تنها په عراق کی دا کار ندی کړی بلکه ددی سفارت مشران او کارکوونکی د افغانستان د انتخاباتو په سیستم کی مداخله وکړه او جان بولټن د عبدالله په طرفداری باندی مشهوره څیره وو او همدی امریکا د بهرنیو چارو وزیر پمپیو کله چی غوښتل دلته جان کیری دنده سر ته ورسوی نو اشرف غنی یی خبره ونه منله او ناهیلی امریکا ته لاړ مګر امریکا ته رسیدو سره یو ملیارد ډالر مرسته بنده کړه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب