جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهبرېتانیا افغان سوله کې د همکارۍ ډاډ ورکړی

برېتانیا افغان سوله کې د همکارۍ ډاډ ورکړی

تاند ( یکشنبه، د سرطان ۱۵) بریتانیا وايي دوی له افغان سولې سره بشپړې همکارۍ ته تیار دی او زیاته کړې یې ده، چې  ژر تر ژره باید بین الافغاني خبرې پيل شي او تاوتریخوالی پای ته ورسېږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر حنیف اتمر په کابل کې د برېتانیا له سفیرې مېرمن آلیسون بلیک سره په تیلیفوني اړیکو کې پر سولې خبرې کړې دي.

اتمر په دې تلیفوني خبروکې د زندانیانو پر خلاصون، روان تاوتریخوالي او د سولې پرمختګونو خبرې کړې دي.

آلیسون بلیک ویلي، چې په هېواد کې روان تاوتریخوالی د جدي اندېښنې وړ دی،

هغې زیاته کړې باید ژر تر ژره روانه جګړه ختمه بنده شي او د سولې بین الافغاني مذاکرات پيل شي.

بليک دغه راز د افغان سولې په تړاو سیمه ییزه او نړیواله اجماع هم مهمه بللې ده او ټینګار یې کړی چې برېتانیا به د افغانستان د سولې له پروسې خپل ملاتړ او همکاریو ته ادامه ورکوي.

د برتیانیا سفیره او حنیف اتمر داسې مهال سره د سولې پر مسایلو خبر کوي، چې تازه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، کابل به دا اوونۍ د افغان سولې لپاره د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع د پیاوړتیا په هدف د درېیو مهمو ناستو کوربه وي.

3 COMMENTS

  1. ځه مړه، هره ورځ د ټټر ډبولو خبرې اورو خو هېڅ نشته.

    دا هېواد همکارۍ ته تیار دی. دا هېواد تیار دی. ایران چمتو دی، ازبکستان چمتو دی، …..

    خو چې چمتو دی، نو شروع کړئ خبرې پیل کړئ او دا پردۍ جګړه ودروئ.

  2. انګریز او افغان سوله کې مرسته؟؟؟ اپریل هم نه دی،عجایب و غرایب، هغه هم خپل اربکي ته ډاډ!!
    د افغانستان د نیمې پیړۍ په هره تویه شوې قطره وینه کې د انګریز د دسیسې تصویر دی

  3. کچیری برتانیا په افغانستان د سولی لپاره ژمن وی او رښتیا غواړی چی افغانان په سوله ایزه فضا کی ژوند وکړی نو پخپل زیږیدلی نا اهله اولاد پاکستان پوځ او استخباراتو باندی فشار راوړی چی له افغان وژنی لاس واخله او پخپله د ناټو غړیو هیوادونو ته ووایی چی افغان ولس مسلم حق ته درناوی وکړی ځکه افغانان هم بشر دی نو باید بشری جنایت څخه لاس واخلی او امریکا پردی پوه کړی چی د پاکستان پوځ او استخباراتو له مالی او نظامی لاس واخلی نو پاکستان پخپله لدی کرغیړنی دندی او استراتیژی لاس اخلی ځکه همدا برتانیه او امریکا ده چی پاکستان مو هم وژنی او د مرهم پر ځای زموږ د افغان ولس په زخمونو زهرجن درمل تپی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب