جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeجنرال وزیريبې واک او بې ځواکه جنرال بریالی نه وي| جنرال دولت وزیري

بې واک او بې ځواکه جنرال بریالی نه وي| جنرال دولت وزیري

ځینې خبرې د کاڼي کرښې او د پیړیو، پیړیو تجربو پايله وي.

وايي:

«په جګړه کې آس نه زین کېږي.»

په دې توګه د جګړې هنر او پوځي پوهه هم تر جګړې مخکې زده کېږي، که قوماندان بې له دې چې د جګړې پر هنر پوه وي او مخکې له جګړې ښه نه وي روزل شوی، نو پر مهمه دنده د داسې یوه قوماندان په ګمارلو او په جګړه کې له هغه د بري تمه کول په دې مانا دي چې واکمن په جګړه کې آس زین کوي.
په اوس وختونو کې د جګړې د هنر چوکاټ معلوم دی او هغه د پېړیو، پېړیو تجربو نتیجه ده، نو ځکه ټولې جګړې د همدغه تجربه شوې چوکاټ په حدودو کې تر سره کېږي.

له دې کبله ده چې د جګړې دغه چوکاټ مخکې له دې چې یو قوماندان جګړې ته داخل شي، په ښه توګه يې ځان پرې پوه او سمبال کړی وي.

د هر هېواد لوړ رتبه چارواکي او دفاع وزارت باید د خپلو دغو قوماندانانو د کړنو د څارنې لپاره میکانیزمونه ولري او دا وګوري چې دوی څومره خپلې دندې په ایماندارۍ ترسره کوي.
واکمن د قوماندانانو د روزلو له پاره د سولې پر وخت باید زمینه برابره کړي، ځکه قوماندان باید تل د سولې پر وخت د پوځي هنر په زده کړي بوخت وي او ټول وخت د جګړې د هنر په هکله څېړنې وکړي. ځکه قوماندان تر ډېره حده د جګړې په ډګر کې باید له داسې پېښو سره مخ نه شي چې ده يې مخکې تر مخکې چاره نه وي سنجولې او د حل لاره يې ورته نه وي موندلې. یوازې په غوښتلو څوک قهرمان کېدلای نه شي، قهرمان کېدلو له پاره قهرمانانه هڅې په کار دي.
دا سمه ده چې د جګړې په درشل کې کېدای شي چې یو قوماندان له نوو پېښو سره مخ شي او د همدغو نویو پېښو په رڼا کې د جګړې هنر غنی کېږي او نوې تکتیکونه رامنځته کېږي، حتی د جګړې په ستراتیژۍ کې د بډاینې په مفهوم کوچني او یا ستر بدلونونه رامنځ ته کېدلای شي.
د جګړې د تاریخ په لومړیو کې کله چې انسانان جګړې کولو ته اړ شول، د جګړې اصلي شکلونه یوازې برید او دفاع را منځ ته شول.

ټولې جګړې به په همدغه چوکاټ کې ترسره کېدې، د برید او دفاع او یا دواړو شکلونو اتلان به هم معلوم وو.

د پېړیو، پیړیو په تېرېدو سره او د ډېرو تجربو له مخې د برید او دفاع تر څنګ د جګړې نور شکلونه هم رامنځ ته شول لکه محاصره، کمین، شاتګ، رفتار، رفتار او په خرپ او ترپ جګړه کول او نور…
د جګړې په هنر پوهېدل په لوست خونه او پولیګون کې ترلاسه کېږي او بیا د جګړې ډګر د یوه پوه او په پوځي علومو سمبال قوماندان له پاره د تجربو لوست خونه بللی شو.
د واکمن له پاره په کار ده چې د یوه قوماندان په ټاکلو کې له بشپړ غور کار واخلي، په ځانګړې توګه د جګړې په وخت کې ډېره اړینه ده چې یوازې هغه جنرال ته د یوه لوی جزوتام قومانداني او واک وسپارل شي چې د جګړې پر هنر په نظری اوعملی توګه پوه او پوره تجربه ولري.
کله چې په یوه جنرال د یوه لوی جزوتام باور کېږي او د زرګونو افسرانو، بریدملانو او سرتېرو د سوق او ادارې واک ورکول کېږي، بیا نو ډېره اړینه ده چې د قوماندان د صلاحیتونو په حدود کې هغه ازاد پرېښودل شي. په واکونو کې يې لاسوهنه ونه شي او په زوره د فساد پر لوري سوق او دې ته ونه هڅول شي چې د بریالۍ جګړې په هکله فکر او خپل قوت سره را ټول کړي، بلکې یوازې د وخت په تېرولو او د پیسو په ټولولو بوخت شي.

پوځي د کتورین حکم کوي چې له یوه قوماندان او جنرال څخه ملي ګټو ته د ژمنې اخیستل د واکمن کار دی، خو د جګړې په ډګر کې د پرېکړو واک بیا د قوماندان او جنرال سره وي. ځکه دی چې د لوړ شخصیت او قوې پوهې خاوند واکمن د قوماندان په ټاکلو کې بیړه او اشتباه نه کوي او تر ټاکلو وروسته که يې په واکونو کې لاسوهنه کوي، په لوی لاس جنرال د ناکامۍ پر لوري سوقوي.
د جګړې په ډګر کې قوماندان ته په کار نه ده چې د واکمن قوماندې ته منتظر پاتې شي. ځکه دا په دې مانا ده چې د اورلګېدنې په موقع د اور د وژلو او له اطفايې د ګټې اخیستلو له پاره د واکمن امر اړین وبولي. تر څو چې د واکمن امر رسېږی، اور څه چې ایرې به يې هم باد وړې وي او يا دا چې د سرک پر غاړه د کور د جوړولو له پاره له لارویانو مشوره وغوښتل شي.
پوځي کار پوه هوين هسي به ویل:

«له یوه زړور او په پوځې هنر پوه جنرال څخه د واک اخیستل او بیا له هغه څخه د یوه مکار او چالاک دښمن له منځه وړل په دې مانا دي چې یوه تړلې تازي ته د چالاکو سویانو د نیولو امر ور کړل شي.»

په هر هېواد کې په ځانګړي ډول په جګړه ییزو حالاتو کې د قوماندان په ټاکلو کې باید ډېر غور وشي، هغه جنرال ته چې د یوه لوی جزوتام واک وسپارل کېږي باید د خپلو ځواکونو او د دښمن د ځواکونو په هکله بشپړ معلومات ولري. کله چې وټاکل شو بیا نو د خپلو صلاحیتونو په چوکاټ کې پوره واک ولري او د هر ډول لاسوهنې ازاد وي.
واکمن باید موقع ورکړي تر څو قوماندان خپله وړتیا د جګړې په ډګر کې د ښې سوق او ادارې په هکله له ځانه ښکاره کړي. کله چې انسان عمل ونه کړي پېژندل يې مشکل کار دی.

د ژوند په درشل کې د ښه او بد انسان تفاوت کېږي، د عمل کولو مخکې انسان د یوه خالې لوښي مثال لري، خالي لوښي کېدای شي له شاتو ډک شي او یا له زهرو يې هم ډکولای شو. که جنرال ته د خپلو صلاحیتونو په چوکاټ کې بشپړ واک ورکول شي کېدای شي جنرال پرته له جګړې دښمن تسلیم کړي او په دې توګه د وژلو او ويجاړول مخه ونیسي.

ډېری وخت داسې شوې دي چې قوماندان پرته له جګړې دښمن تسلیم کړی وي، خو بیا د هغه پر اتلولۍ سترګې پټی شوې دي، د ده پر ځای بيا هغه جنرال نازول شوي وي چې ډېر يې وژلي وي او یا ډیر ترې وژل شوي وي.

دا څېر پېښې د زړورو او پوهو جنرالانو پر روحياتو بد تاثیر کوي او له دې کار سره واکمن په لوی لاس د اتلو جنرالانو وړتیا له منځه وړي.
پوځي دکتورین حکم کوي، هغه جنرال مخکې له دې چې د جګړې په لټه کې شي، بریالی وي او دا په هغه صورت کې د امکان وړ وي چې د ژمنې تر اخیستلو وروسته پوره باور ورباندې وشي او په واک کې يې لاسوهنه ونه شي او د دې تر څنګ فساد ته ونه هڅول شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب