جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهناټو د کرونا د مخنیوي لپاره پر افغان ځواکونو طبي وسایل ویشي

ناټو د کرونا د مخنیوي لپاره پر افغان ځواکونو طبي وسایل ویشي

تاند ( یکشنبه، د سرطان ۱۵) په افغانستان کې د ناټو ملکي برخه وايي، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره یې د کورونا وایرس په وړاندې تر ټولو لویه طبي مرسته چمتو کړې ده.

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت د ملکي څانګې له لوري دا اعلان څو ورځې وروسته له دې وشو چې په ځینو راپورونو کې وویل شول چې د افغان امنیتي ځواکونو په منځ کې هم کورونا وایرس خپور شوی دی.

غوڅ ملاتړ ماموریت په یوه ټویټ کې ویلي، افغان امنیتي ځواکونو ته په دې طبي مرسته کې تر یو نیم ملیون ډېر ماسکونه، ۵ لکه دستکشونه، ۴ لکه ۶۰ زره چپنې او د جراحۍ وسایل شامل دي چې د افغانستان د ملي اردو او ملي پولیسو لپاره تیار شوي او ورلېږل شوي دي.

ناټو ټینګار کړی چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د خوندیتوب لپاره د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي.

بل لورته افغانستان د عامې روغتیا وزارت خبر داری ورکړی، چې اوس هم کورونا ویروس په چټکۍ د خپریدو په حال کې دی او ښايي راتلونکې میاشت تر ۲۶ میلیونه افغان وګړي پرې اخته شي.

که څه هم وسله وال طالبان دا خبره ردوي خو بیا هم داسې راپورونه هم شته چې لوړپوړي طالب چارواکي په کورونا ناروغۍ اخته شوي دي.

افغانستان کې اوسمهال د کرونا ویروس له امله د اخته کسانو شمیر ۳۲ زرو څخه اوښتی او له ۸۰۰ نه زیات کسان ترې مړه شوي دي.

روغتیايي مسولان وایي  که عام خلک اوس هم روغتیايي لارښوونې عملي نه کړي ښايي کرونا بیا ځلې انساني ناورین رامنځته کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب