تاند (یکشنبه، د سرطان ۱۵) ضمیر کابلوف: په افغانستان کې د نشه یي توکو قاچاق د سي آی اې کار وه چې ټول افغانان پرې خبر دي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، امریکايي ځواکونه په افغانستان کې د نشه یي توکو په کاچاق کې لاس لري.
کابلوف په خپلو ورستیو خبرو کې ویلي، امریکا دې روسي ځواکونه په افغانستان کې د جګړې پر پراختیا نه تورنوي.
دی زیاتوي سي آی اې یا د امریکا د استخباراتو غړو په افغانستان کې د نشه یي توکو په قاچاق کې لاس درلود.
د کابلوف په خبره د سي آی اې د غړو الوتکې له کندهار او بګرام هوايي ډګرونو الوتلې او په المان او رومانیا کې کېناستلې، خو په اړه یې هیچا څیړنه نه کوله چې دوی د کوم هدف لپاره دغه الوتنې کړي.
کابوف ویلي چې په دې مسایلو ټول افغانان خبر دي، او امریکا دې پر روسیه د طالبانو د ملاتړ تورونه نه پورې کوي.
روسیې دغه څرګندونې داسې مهال کړي چې تر دې مخکې امریکايي رسنیو مسکو په افغانستان کې طالبانو ته د انعام ورکولو او وسلو په برابرولو تورن کړی وه.
امریکا تر اوسه د روسیې ددغو وروستیو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.
مخکی لدی امریکایانو هم په هلمند او کندهار په هغو تصفیه کوونکو خونو باندی بمبار وکړ چی د نشه یي توکی یی تصفیه کول او د پاکستان له لاری نورو هیوادونو ته لیږل نو لدی ښکاری چی همدی امریکا هم طالبانو او پاکستان په پیسو ورکولو کی ډډه نده کړی نو تنها روسیه ملامتول هم د نړیوالو ټولنی سم قضاوت ندی
نو کچیری امریکایانو دا زهر جن توکی نه قچاق کول نو د مخدره توکو مبارزه په برخه وزارت او همدارنګه د مخدره توکو په وړاندی د کورنیو چارو وزارت معینیت باید پدی اړه ولس ته سپیناوی ورکړی چی رښتیا امریکایانو دا کار کړی که یی نه وی کړی نو آیا روسان بی له سنده دا خبره کوی درحالیکه چی زیاتره د جمعیت ګوند پوری اړوند د وزارت داخلی کسان له روسانو سره نږدی اړیکی لری او هم له پاکستان او ایران سره