پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهپه ایران کې د ګازو اورلګېدنې په لسګونه کسان مسموم کړل

په ایران کې د ګازو اورلګېدنې په لسګونه کسان مسموم کړل

تاند (یکشنبه، د سرطان ۱۵) ایران کې دګازو د تولید او چاڼ په یوه مرکز کې ۷۰ کسان مسموم شوي

د ایراني رسنیو د راپورونو په اساس د یوې تخنیکي ستونزې له امله د ګازو د تولید او چاڼ په دغه مرکز کې له یوې لویې نل لیکې ګاز خپور شوی دی، چې ۷۰ کسان یې مسموم کړي دي.

ویل کېږي چې د اور وژنې ډله شاوخوا نیم ساعت وروسته په دې بریالۍ شوې چې د ګازو د لا پراختیا مخه ونیسي.

ایراني چاروکي وايي چې دغه پېښه به په جدي ډول وڅیړي او معلومات به یې وروسته له رسنیو سره شریک شي.

د چارواکو په خبره د ځینو مسموم شویو کسانو حالت د ډاډ وړ او له روغتون څخه رخصت شوي دي.

د یو بل خبر له مخې د بریښنا د تولید په یوه لوی مرکز کې اورلګېدنه رامنځته شوې ده، خو ایراني چارواکو یې تر اوسه په اړه معلومات نه دي ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...