جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپنتاګون: هند په افغانستان کې د ترهګرو د ځالو د مخنیوي لپاره...

پنتاګون: هند په افغانستان کې د ترهګرو د ځالو د مخنیوي لپاره کار کوي

تاند (جمعه، د سرطان۱۳) د امریکا دفاع وزارت یا پینتاګون وايي، هند د سیمې له نفوذلرونکو هیوادونو، د افغانستان حکومت او هغو افغانانو سره چې قدرت لري کار کوي څو د نړیوالو تروریستي ډلو د خوندي ځالو مخه ونیسي او د افغانستان له لارو د منځنۍ اسیا بازارونو ته رسېدا یقیني کړي.

په راپور کې ویل شوي «د هند حکومت له سیاسي نظره طالبان په رسمیت نه پېژني او د افغانستان د حکومت ملاتړ ته دوام ورکوي. هند د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د خبرو او د هغې سولې ملاتړ کوي چې کنټرول یې د افغانانو په لاس کې وي.»

د پنتاګون په راپور کې همداراز یادونه شوې چې هند له افغانستان سره په دودیز ډول پیاوړې اړیکې لرلي او  د سیمې تر ټولو هیوادونو یې له افغانستان سره زیاته مرسته کړې چې تر ۳ ملیارد ډالرو اوړي.

له افغانستان سره د هند مرستې پر څلورو برخو متمرکزې دي، بشري مرستې، مهمې انکشافي پروژې، د خلکو لپاره وړې پروژې، ښوونه او د ظرفیتونو لوړول.

راپور وايي چې په امنیتي وضعیت کې بدلون ممکن د هند پر مرستو اغېز وکړي.

راپور یادونه کوي چې د هند د براعظمګي القاعده د افغانستان د حکومت پر ضد د طالبانو د وړو عناصرو ملاتړ کوي.

1 COMMENT

  1. پنتاګون؛ طالبان لا هم له القایدې سره ژورې اړیکې لري
    https://khabarial.com/archives/5498

    د امریکا د دفاع وزارت یا پنتاګون په وروستي راپور کې راځي چې وسله وال طالبان لا هم له القایدې سره ژورې اړیکې لري او په لویو ترهګریزو بریدونو کې ورڅخه مرسته غواړي.

    وروسته له هغه چې څو ورځې وړاندې نیویارک ټایمز په افغانستان کې د روسیې لخوا طالبانو او نورو وسله والو ډلو ته د امریکایي سرتېرو د وژنې پر سر د جایزې ورکولو خبر خپور کړی، اوس پنتاګون هم وایي چې طالبان لا هم له القایده شبکې سره ژورې اړیکې لري.

    پنتاګون په خپله تازه اعلامیه کې ویلي دي چې طالبان اوس هم د القایدې شبکې له هندي څانګې سره ژور تعلقات لري.

    دا پبه داسې حال کې ده چې د طالبانو او امریکا د تړون له مخې دې ډلې منلې وه چې له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو په پیلېدو سره به چا ته اجازه ور نه کړي چې د دوی تر واک لاندې سیمو کې پر امریکا د برید لپاره د القاعده په څېر ډلو ته په خوندي مرکز بدلې شي.

    خو اوس د امریکا دفاع وزارت په خپل تازه رپوټ وايي، له القاعده سره اړوند سیمه ییزې ډلې له طالبانو سره نږدي اړیکي جوړوي او د امریکا او نورو هېوادونو پر سرتېرو باندې په بریدونو کې “تلپاتې ګټې” لري.

    سرچینه زیاتوي چې په دې وروستیو میاشتو کې طالبانو د هند نیمه وچه کې د القاعده څانګې سره همکاري روانه ساتلې ده.

    د سولې په بهیر کې له وروستیو پرمختګونو سره سره، هند نیمه وچه کې القاعده څانګه، ممکن د خوندیتوب او روزنې لپاره په افغانستان کې له طالبانو سره نږدې اړیکي لري.

    پنټګان د امریکا کانګرېس ته خپله ارزونه کې ویلي، د هند نیمه وچه کې القاعده څانګه پرلپسې د طالبانو له ټیټ پوړو غړو سره د افغان حکومت په کمزورولو کې همکاري کوي.

    کارپوهان په دې باور دي چې د طالبانو لخوا د بریدونو زیاتېدل او په ټول هېواد کې د تاوتریخوالي لوړېدل د دغې دواړو ډلو په ژورو اړیکو او د پاکستان د استخباراتو د ملاتړ ښکارندویي کوي.

    په ورته وخت کې د ډونلډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبرایان ویلي، که هغه راپور تایید شي چې روسیې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د وژلو لپاره طالبانو ته پیسې ور کولې، نو امریکا باید پرېکند ځواب ور کړي.

    پنتاګون وایي طالبان باید له بهرنیو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي او اجازه ورنکړي چې د دوی تر نفوذ لاندې سیمو کې القایده او نورې اورپکې ډلې ځانته ځای جوړ کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب