Homeخبرونهجاپان کې بارانونو او سېلابونو ۱۵ تنه مړه کړي

جاپان کې بارانونو او سېلابونو ۱۵ تنه مړه کړي

تاند ( شنبه، د سرطان ۱۴) په جاپان کې وروستیو بارانو له امله سېلابونه راوتلي او درانه مالي او ځاني زیانونه یې اړولي دي.

د راپورنو له مخې په جاپان کې د سختو بارانونو او د سیلابونو د راوتلو له امله ۱۵ تنه مړه شوي او ۹ تنه نور لادرکه دي.

چارواکي وایي د لادرکو کسانو د موندلو هڅې هم روانې دي.

دغه سیلابونه د جاپان په سویل لویدیځه برخه کې راوتلي او په زیات شمیر کورونه یې هم وران کړي دي.

د جاپان سوېل لوېدیځ کې د مسؤل چاروکو د سیمې دوه سوه زرو اوسېدونکو ته د سیمې د پرېښودو امر کړی دی.

دوی وایي د پریکړه یې د نورو ځاني زیانونو د مخنیوي په خاطر کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...