یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهشمالي کوریا: د امریکا د ګواښونو پر دفع کولو کار کوو

شمالي کوریا: د امریکا د ګواښونو پر دفع کولو کار کوو

تاند (شنبه، د سرطان ۱۴) شمالي کوریا: امریکا سره د خبرو بیا پیلېدو تابیا نلرو

پیونګ یانګ ټینګار کړی چې له امریکا سره مذاکراتو ته هیڅ وخت نلري او نه غواړي چې دغه مذاکرات بیا پیل کړي.

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې چو سون خویي په خپلو خبرو کې ویلي، چې امریکا د پخوانیو ناستو د لاسلیک شویو هوکړو له موادو سرغړونه کړې ده او په خپلو ژمنو یې عمل نه دی کړی.

د خويي په خبره دوی مجبور نه دي چې خپل وخت په بې ځایه خبرو اترو تېر کړي.

نوموړې زیاته کړې، چې د امریکا د ګواښونو پر دفع کولو کار کوي او نه غواړي چې له امریکا سره په مذاکراتو فکر وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او شمالي کوریا اړیکې د دواړو هېوادونو د مشرانو تر منځ له دریم ځل لیدنو وروسته ترینګلې شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب