Homeخبرونهپوتین د روسیې اساسي قانون کې وروستي تعدیلات توشېح کړل

پوتین د روسیې اساسي قانون کې وروستي تعدیلات توشېح کړل

تاند ( شنبه، د سرطان ۱۴) د روسیې ولسمشر ولاد یمیرپوتین نن د یوه فرمان له لارې د خپل هېواد په اساسي قانون کې وروستي تعدیلات توشیح کړل.

پوتین د یوه فرمان په صادرولو سره د روسیې له خلکو مننه وکړه، چې د هېواد په ګټه یې د اساسي قانون د تعدیلاتو لپاره مثبته رایه ورکړه.

نوموړی به د دې تعدیلاتو پر بنسټ تر ۲۰۳۶  کال پورې د روسيې ولسمشر پاتې کېږي.

د تېرې چهارشنبې په ورځ په یوه ټولپوښتنه کې کې ۷۸ سلنه روسانو په اساسي قانون کې تعدیل ته رایه ورکړه.

ولسمشر پوتین له روسي وګړو د مننې تر څنګ د دې قانون پر ژر عملي کیدو هم ټینګار وکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...