چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Home+پورته که جولا

پورته که جولا

استاد سعدالدین شپون

نن د جولای څلورمه ده، د امریکا د خپلواکۍ دورځې جشن. بیګا شپه اورلوبو ټول آسمان روښا نه کړی و، خو د هغې ویاړ امریکا ته نه بلکه د امریکا خالق ته رسېږي. زوروره تالنده برښنا وه ، زما د کار خونه یې را لړزوله، د کړکۍ پورې کولو، د پردې را ښکلو ته اړ اېستم. نن خوشاله یم چې د باغیچې ګلا ن، چې نن یې وارو، طبیعت را ته پڼه کړل. هر کال په همدې مازېګر ټولې امریکايی کورنۍ، د پېک نېک (مېلې) د مزرینو صندوقو سره په پارکونو شېوه کېدل، په شنو کبلو کښېناستل، تر شنه آسمان لاندې یې بار بیکیو(کبابونه) جوړول، تره غونی ماښام یې د واشنګټن د مشهورې اورلوبې ننداره کوله.

نن مازیګر چمنو نه د بېګاني باران له شامته له ښې وتلي دي. زه بې هغې نه ورځم ، نو نه خپه یم نه خوشاله. په دوی مې لورېږي خو د ساړه اسویلي سره هغه اوږد نظم یادوم چې له افغانستان نه د تېښتې په موقع مې، په الوتکه کې لیکلی و:

دا د سکر وټو، دلۍ اورونه

د چټو پېغلو، سپین مړوندونه

په نورو ژڼو، دې خدای پېرزو کړي

موږ خو یې ورک کړو له وطنو نه

(هغه وخت دومره په جوش کې وم چې د وروستۍ قافیې ګرامر ته مې پام نه و)

نن مازېګرمې تابیه ده چې د خپلې کندارۍ ترور کورته سر ورښکاره کړم. دا بیبي زموږ د لسیزو آشنا ده. تر اوسه یې ټکی انګرېزي یاده نه ده. فورت آف جولای(د جولای څلورمه) ته ، پورته که جولا، وايی.زما په تصور کې د نازو انا په شان ښایسته روغه ده. ګلالي بچیان لري چې نزدې ده ورته سجده وکړي. اوس یې وزن زیات شوی، چندانې په پښو تلی نه شي. د خدای حکمت دی چې سړی غوښن شي، له پښو ولوېږي نو اشتها نوره هم غالبه شي. بس خوره او وزن  دې زیاتېږه. چې و نه ګرځې نو پښې دې نورې هم کمزورې شي.دلته د سپورټ او جمناستېک  ځایونه  ډېر دي خو چې ورتلی نشې ، څه فایده؟ د نازو انا ټول اولادونه، نر دي که ښځه، په جوسه پهلوانان او ښکلي دي، خو مور یې همدا یو مرض لري. نو نن ورځم، یو برقي ماشین مې اخیستی چې هغه پرې وازمېیم. بس په کوچ ناست اوسه، پښې په دوو رکابونو کې ننه باسه، په کم سرعت ماشین چالان کړه، نور نو لکه په بایسکل چې سپور یې، ماشین ستا پښې ټیټوي جګوي، ګویا حرکت ورکې راولي. نه پوهېږم چې دا به کار وکړي که نه ، خو بنده د خپل کوششته پورې پړ دی.

زه همدا اوس ور روان وم، خو کور والا وايی، غرمه مهال دی، بیا به را ته ټینګه شي چې غرمنۍ ور سره و خورو. ولی تکلیف ورکړو؟

د استاد شپون دا لیکنه لومړی پلا د ۲۰۱۱ د جولای په ۱۱ خپره شوې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب