جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهافغان او پاکستاني چارواکي دتورخم له لارې سوداګري پراخوي

افغان او پاکستاني چارواکي دتورخم له لارې سوداګري پراخوي

تاند ( شنبه ، د سرطان ۱۴) افغان او پاکستاني چارواکو په تورخم ښارګوټي کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په پراختیا خبرې کړي دي.

سوداګر وایي اوسمهال د دوی سوداګري د تورخم له لاري له ډیرو ستونزو سره مخ ده.

په پاکستان کې افغان سفیر شکرالله عاطف وايي دوی په دې ناسته کې له پاکستاني چارواکو سره د تورخم پر لار د شته ستونزو پر هواري هم خبرې کړي او په دې هڅه کې دي، چې د تورخم پر لاره سوداګري لا پراخه کړي.

مشعل زیاته کړه چې دوی په دې ناسته کې دواړو لورو د سوداګرۍ په پراختیا، د افغان ملي سوداګرو پر وړاندې په پرتو ستونزو، په سوداګریزه برخه کې د ګډې همغږۍ رامنځته کولو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه هم خبرې کړې دي.

بل لورته سوداګر وایي له دې وړاندې هم د دوی پر ستونزو ډيرې ناستې شوي خو پایله یې نه ده لرلې.

دوی هیله لري، چې بیا ځلې پاکستان له دې لارې د سیاسي فشار په توګه ګټه پورته نه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...