پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهسید وحید قتالي: د هرات کانونه په غیر معیاري ډول کیندل کیږي

سید وحید قتالي: د هرات کانونه په غیر معیاري ډول کیندل کیږي

تاند (شنبه، د سرطان ۱۴) د هرات ۸۰ سلنه کانونه د غېر معیاري کیندنې له وجهې ضایع کیږي

په هرات کې د ځايي چارواکو له نظره، د تيږو ۸۰ سلنه  کانونه د نویو او پرمختللو وسایلو د نشتون له امله په غیر فني ډول کیندل کیږي، چې دې ضایعاتو حکومت ته لوی تاوان اړولی دی.

د هرات د کانونو د اتحاديې غړو دغه خبره چې ګواکې معدنونه په غیر معیاري ډول کیندل کیږي رد کړه.

د هرات د کانونو او پترولیم ریاست مسؤولینو وویل چې د کانونو د کیندنې کار په دغه ولایت کې کومه ستونزه نلري، د نړیوالو معیارونو مطابق په نویو او پرمختللو ماشینونو دوام لري.

په دغه ولایت کې کیندونکي شرکتونه او پروسس کوونکې کارخونې په حکومت تور پورې کوي، چې له دوی څخه ملاتړ نه کوي او د کورنیو ډبرو بازار په هیڅ حساب دی.

د هرات والي سید وحید قتالي هم مني چې په دغه ولایت کې شاوخوا ۸۰ سلنه د ډبرو او ځیني نور کانونه د عصري وسایلو د نشتون له امله په غیر معیاري ډول کیندل کیږي چې د معدني سرچینو د ضایع کېدو سبب شوی دی.

د هغه په خبره چې کیندونکي شرکتونه باید نوي او عصري ماشینونه د استخراج لپاره تر لاسه کړي، د والي په وینا د معیاري امکاناتو د نشتون له وجهې د کان کیندل ظلم دی او افغان ولسمشر ته له ۸۰ تر ۹۰ سلنه ضایعات د منلو وړ ندي.

د هرات د کانونو او پترولیم ریاست مسؤولین وايي، په دې ولایت کې د ډبرو د معدنونو کیندل کومه ستونزه نه لري او د نړیوالو میتودونه په رڼا کې کار دوام لري، خو د پروسس برخه کې یواځې د دوه کارخونو کارونه معیاري بولي.

د هرات د کانونو رئیس ضیاءالحق پوپل په خپلو خبرو کې ویلي چې د «شګې او جغل» کانونه په غیر قانوني ډول کیندل کېږي او قرارداد به یې ډېر ژر نوی شي. دی وايي: «نپوهېږم د والي صیب اصلي هدف کومه موضوع ده، مګر د هرات په سطحه د ډبرو کانونه کومه ستونزه نلري.»

پوپل ټینګار کوي چې د پخوا په پرتله په دې ولایت د ډبرو معدنونو د کیندنې سیستم ښه شوی او د مرمرو کانونو د استخراج لپاره له پرمختللو ماشینونو ګټه پورته کیږي.

اوسمهال د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د ډبرو د پروسس کولو ۴۲ کارخونې شتون لري چې له دې جملې څخه ۳۶ یې مجهزې او د معیاري کارکولو وړتیا لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب