Homeخبرونهد ناټو غړیو د افغانستان د سولې د هڅو بیا ځلې ملاتړ...

د ناټو غړیو د افغانستان د سولې د هڅو بیا ځلې ملاتړ وکړ

تاند( شنبه، د سرطان ۱۴) د ناټو غړو هیوادونو په افغانستان کې د سولې له روانو هڅو یوځل بیا خپل ملاتړ څرګند کړ.

د ناټو په سازمان کې د امریکا استازې په یوه ټوېټ کې ویلي، چې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان د ناټو د غړو هېوادونو نظامي چارواکو ته په افغانستان کې د روان ماموریت په اړه معلومات ورکړي دي.

په ټوېټ کې لیکل شوي ، چې په دې غونډه کې د ناټو غړو هېوادونو د افغانستان د سولې له روان بهیر ملاتړ څرګند کړی او خپلو مرستو ته به دوام ورکړي.

بل لورته افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر هم ویلي، چې دوی هر ګام په پوره دقت اخلي.

میلر ډاډ څرګند کړی، چې له دې وروسته به له افغان خاورې امریکا او متحدینو ته هېڅ ګواښ پېښ نه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...