پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeټولنیزارواپوهنهمضطرب خلک او ذهني لوبې| ژباړه حمیدالله تسل 

مضطرب خلک او ذهني لوبې| ژباړه حمیدالله تسل 

لیکواله: سمیرا زندي 

ذهني لوبې له مضطربو خلکو سره مرسته کوي

راځئ چې خپل ځان له کمپیوټري، تلېفوني او اېنټرنټي لوبو څخه وساتوو، ځکه چې دا لوبې زموږ حواس پاشي؛ د ذهني تمرکز زیاتولو لپاره تل هڅه کوئ له ‌ډېرو ساده لوبو استفاده وکړئ.

 اضطراب هغه څه دی چې پر یوه کار باندې تمرکز کولو ته اجازه نه ورکوي. 

غالباً حقیقت دا دی چې خلک اضطراب ذاتاً بې ضرره بولي؛ ځکه چې د دوی په ذهن کې سترس (فشار) ځای نیولی دی او تمرکز کولو ته اجازه نه ورکوي او د دوی حواس سره پاشي.

په دې ورستیو کې د اضطراب لرونکو خلکو سره د مرستې په موخه يوه څېړنه شوې، چې ښیي مضطرب خلک څرنګه ذهني تمرکز ته ورسېږي؟ په څېړنه  کې د میشیګان د ایالتي پوهنتون څېړونکو يو ډول ذهني لوبه اختراع کړه چې په مختلفو هندسي شکلونو ترسره کېږي. څېړونکو دا څېړنه په هغه خکلو ترسره کړه چې سترس یې درلود، له دوی څخه يې وغوښتل چې له مختلفو رنګونو او هندسي شکلونو څخه یو یو انتخاب کړئ؛ له انتخاب وروسته دوی دا ټول رنګه هندسي شکلونه سره ګډ کړل. وروسته يې ترې وغوښتل چې له دې ټولو شکلونو څخه یې خپل انتخابي رنګ شوی هندسي شکل پیدا کړي او دوی ټولو پیدا کړل؛ له دې څېړنې ورسته څېړونکي متوجه شول چې ډېر مضطربه خلک هم بریالي کېدلی شي، ځکه دوی پر دې لوبه مخکې تمرکز کړی و.

راځئ! خپل ځان له کمپیوټري، تلېفوني او اېنټرنټي لوبو وساتوو، ځکه دا لوبې زموږ حواس سره پاشي؛ د ذهني تمرکز زیاتولو لپاره تل هڅه کوئ له ‌ډېرو ساده لوبو څخه استفاده وکړئ. 

د یو امریکایي څېړونکي د وینا مطابق (کله چې یو مضطرب کس په خپل درون کې د غم او خفګان احساس ولري، د هغه مغز د یادولو لپاره ډېره هڅه کوي؛ خو له دومره غمجنو فکرونو ورسته بیا هم څه په یاد نه راځي نو هغه کس دا احساس کوي چې تمرکز يې بایللی دی.

 ذهني تمرکز پر همدې معنا نه دی چې تاسې په یوه وخت کې وکولی شئ پر څو مختلفو شیانو فکر وکړئ او هغه پر غوره توګه ترلاسه کړئ. همدارنګه ویلي یې دي چې مضطرب کس مختلفو موضوعاتو ته فکر کوي؛ خو ذهن چې په یوه وخت کې د دومره مختلفو فکرونو د تحلیل توان نه لري، یو ډول له کاره لوېږي یعنې کار پرېږدي. 

د ذهني تمرکز زیاتولو او اضطراب کمولو لپاره تر ساده لوبو کولو پرته نورې لارې هم شته لکه د کتاب یا مجلې لوستل، د تلویزون کتل، پر کاغذ د خپلو افکارو لیکل او آرام ځای ته تلل (هغه ځای ته تلل چې له اېنټرنېټ، چيغو او هغه خلکو څخه لېرې وئ چې نا آرامه کوي مو) داسې کارونه تاسو ته ډېره آرامتیا درکوي.  

 

کامیابه ژوند، څلورمه مقاله ۱۴/۴/۱۳۹۹

………………………………………………….

اضطراب – ډار، خفګان، تشویش …

مضطرب – خفه، ناآرام، ناراحته، غمجن، زړه تنګی، تشویشي…

سترس- فشار

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب