شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد جمعیت ګوند مرستیال د عطاء محمد نور پريکړه نه مني

د جمعیت ګوند مرستیال د عطاء محمد نور پريکړه نه مني

تاند ( پنج شنبه ، د سرطان ۱۲) د جمعیت ګوند مرستیال احمد ضیاء مسعود، د ګوند له مشرۍ څخه د صلاح الدین رباني له لېرې کېدو سره مخالفت وکړ او دا کار یې د عطاء محمد نور یو اړخیزه پرېکړه وبلله

مسعود په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې دا پرېکړه په خپل سر شوې او دی یې نه مني.

تېره ورځ ناوخته د د عطاء محمد نور په مشرۍ د جمعیت ګوند غړو په یوه پرېکړه کې  صلاح الدین رباني د دغه ګوند له مشرۍ ګوښه او پر ځای یې عنایت الله شاداب د ګوند مشر وټاکه.

صلاح الدین رباني د جمعیت ګوند له مشرتابه لېرې کړای شو

د دې پرېکړې په غبرګون کې د جمعیت مرستیال ویلي، چې عطاء محمد نور هیڅ د ګوښه کېدو صلاحیت نه لري او دا پرېکړه یې به خپل سر کړې ده.

په یاده پرېکړه کې، چې تیره ورځ د عطاء محمد نور په مشرۍ شوې وه د یاد ګوند  د مهمو غړیو په شمول د مشرتابه شورا ۴۷ غړیو ګډون کړی وو.

7 COMMENTS

  1. اوس ددی قاتلانو تر مینځ هم لکه ددوی قاتل عبدالله عبدالله انډیوال په شان د بیماری شعار ‍‍ ً دا نه منو ٍ ځای ونیو ، داچی دوی یوازی غوغاګانی کوی او د ایران ، پاکستان او روسیی حتی د امریکا بادارانو ته د غلامی سجدو لپاره د تماسو منډو باندی شروع به ئي کړی وی ګمان کیږی نتیجه به ونلری ، امید دی چی دا بی غیرته او ترسناکه غلامان دا موضوع د کلاشنکوفو په وسیله خپلو مینځو کښي سره حل کړی او یو بل سره له مینځه یوسی اما دا بی غیرته او ترسناکه به دا کار ونکړی بیا هم امید باید ولرلۍ شی ( که درواغجن او فریبکاره غنی د قاتلانو او چورکوونکیو وحدت شعار لاندی د امریکا په امر ددوی مینځ کښي داخل نشی ) !!!

    ګلبدین قاتل غلام اوس ډیر خاموشه لیده کیږی لکه چی دده د ختمیدو وخت راغلۍ دی !!!

  2. دا د امتیازاتو ګوند دی. چې کله یې په تفرقه کې ګټه وي. بس ګډوډ وي او چې کله یې په اتفاق کې ګټه شي بیا نو ټول یوه خوله شي.

  3. سلامونه ډاکتر صاحب غروال.
    ګلبدین تر اوسه پوری شته،اوس خپل نمسی یعنی د لوڼو ماشومان لوبوی،پرون می ولید.
    خپل غبرګونی نمسی یو یی ویده کړی وه،او بل ته پامپر یعنی رڼی ور بدلوه.اوس یی ښه مصروفیت پیدا کړی دی،

    • ای د خلق او پرچم مفسدو قاتلانو.
      حکمتیار د خلکو رهبر ده او وی به. مسکو ته و تشتی. ملت کی مو زای نشته . په دی خبرو زانونه مصروف کی. ستاسو د حساب او کتاب ورزی لندی دی!

  4. غمی ، پښتین صاحب تاسو ته هم سلامونه ، شکر چی دا نامداره قاتل اوس ځان د المسیو سره مشغول ساتی او افغان ملت ددی بی رحمه قاتل څخه اقلآ د مؤقت وخت لپاره ارامه دی !

  5. حکمتيار د کو مو خلکو رهبر ده ؟
    ولي ريس جمهور. نه شو ؟
    دا خلک څه شوو؟
    احمد خانه په کومه نړی کي ژوند کوي سترګي خلاسي کړه د ګلبي خر نور زوړ شوي دي تاسي نور نه شي وړای لګ رحم ورباندي وکړي او تر کوز شي له مودرن ژوند نه خوند والي او نوکی متمدون شي

  6. سلامونه ډاکتر صاحب غروال.
    هیڅ فکر مه کوه،ګلبدین اوس د خپلو بادارانو ایی،ایس،ایی څخه تقاعد شوی دی،
    بادارانو یی نوی ځوان نوکران نیولی،اوس چه ګلبدین زوړ شو بادارانو یی له پاکستان شمشاتو څخه افغانستان ته را وشړه،
    څلویښت کاله ګلبدین خپله خاوره په توپو په راکټو وډزوله،اوس یی هماغه ډزولی خاوری ته بادارنو را وشړه،
    یعنی د ګلبدین بادارانو ګلبدین ته د خدمت په بدل کی قبر ځای هم ورنکړ،او ورته وویل شول چه اوس ته زوړ شوی،هیڅ په درد نه خوری،دا زاړه هډوکی د کابل ته رسوه ،
    اوس په تیر خدمت باندی ښه پیښمانه دی ،خو اوبه تر ورخ تیری شوی دی،
    اوس فعلا لور یی مهربانی ورسره کوی،د الماسیو کتلو،پاکولو په بدل کی خرڅ خوراک ورکوی،
    دا نور د ډلی کسان یی څوک د امریکایانو غلامی ځنځرونه شرنګوی،او بعضی یی چه څه کرلی وه هغه یی وریبل،ولس راونیول حساب کتاب یی ورسره وکړ،

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب