هسې یوه ویډیو مې کتله چې پکې له یوه سياستوال څخه ډېره بې ځایه مبالغه کارول شوې وه. په دې اړه یوه فرضیه داسې ده: ممکن د دې مبالغې تر شا د ده هدف د ځینو چلینج کول و چې د ادب په برخه کې خپل کړی کار ولې تر اوسه چاپ ته نه وړاندې کوي تر څو ځوان کول ترې ګټه پورته کړي؟ دا رښتیا ده چې ځینې وخت یو کس وننګول شي، نو بیا هغه له ځانه ډېره ښه وړتیا ښيي او د اهل ادب د خاوندانو په نظر د خپل استعداد مظاهره په ښه توګه کوي. په دې اړه بله فرضیه بیا داسې وايي: په اصل کې نوموړی داسې لګیا و چې ته به وایې د کومې بیالې په غاړه ناست دی او له خپل کوم همزولي سره د زړه خواله کوي او په دې ډول غورو د هغه پام ځانته را ګرځوي. ده داسې په زړه کې تېروله چې دغه مخاطب همزولی او یا ملګری به یې دغه خبرې له ځان سره وساتي او په ټول عالم کې به یې نه رسوا کوي.
په هر صورت، که هره فرضیه سمه وي زموږ کار ور سره نشته خو دا ویلی شو چې ښه نه دي شوي. شل کاله پخوانی افغانستان خلکو ته ښه نه دی معرفي شوی. دا ځکه چې په دې خبرو کې دې اصل ته هم پام نه دی شوی چې په کوم ځای کې ظلم وي او د بیان ازادي ته احترام نه وي نو خلک او په ځانګړې توګه اهل ادب په شعر یا هم په بل کوم ژانر کې د خلکو د بیدارۍ لپاره د خلکو دردونو ته له بل هر وخت څخه ښه انعکاس ورکوي. د تاریخ په اوږدو کې مو ليدلي دي چې په همداسې بند او د سانسور نه ډک چاپیریال کې داسې ادبیات پنځول شوي چې ان د نوبل جایزې ته کانديد شوي دي.
که بل لور ته وګورو د دې ډول خبرو ګټه څه ده؟ لکه چې وايي: په یوه څاپېړه سل مخه خوږېږي نو دلته بیا په دې یوه خبره سل زړونه خپه کېږي هم. ښه خو به دا وای چې د چا مسلک ادبیات نه و او یا یې په دې برخه کې کار نه و کړی نو د ادب اړوند مسايلو کې به چوپه خوله پاتې شوی وای. دغه چوپتیا ور ته ډېره غوره وه. دا هر چا ته لکه د لمر په شان جوته ده چې یو سړی جامع الکمالات نه شي کیدای، خو اوس چې له مبالغې نه ډکې خبرې میدان ته راوتلي دي نو ښه ده چې شاعران او د ادب ماهرین هم په دې باندې زیات خواشيني نه شي، ځکه چې له مبالغې او کنایو سره خو دوی په ولس کې له بل هر چا نه ډېر ښه بلد دي. زړه ته دې نه ښکته کوي او نه دې په دې خبرو باندې ځان ځوروي.
په پای کې، ويلی شو چې دغه له مبالغې (؟) نه ډکې خبرې د حکیم الکوزي خبرو ته پاتې کېږي چې د خپل معجون په اړه به یې کولې چې حتی ټول طبابت به یې چلینج کاوه.
که یو مشهور نالوستی حکیم یا طبیب چه خلک ورته ډیره عقیده ولری، که د کورونا مریض ته یو څاڅکی مقطری اوبه ورکړی او ورته ووای چه ته سل فیصده دالله ج په فضل جوړیږی، نو دغه مریض په روحی ډول تقویه کیږی او د جوړیدو او روغتیا چانس یی زیاتږی.
ځمونږ د افغانانو افتخار او مشهور حکیم ښاغلی الکوزی چه کومه ګیاهی دوایی جوړه کړی، او د کورونا مریظان بی پیسو معاینه او دوایی هم مفته ورکوی، او ځمونږ د خلکو د روغتیا باعث کیږی. مونږ افغانان به د خپل دغه ملی حکیم، طبیب یا داکتر دغه همدردی او مرسته هیڅ وخت هیره نکړو.
د کورونا وایروس په مقابل کی د اروپا او امریکا ډاکترانو تر اوسه نتیجه صفر ده پاتی دنړی نور هیوادونه چه بی علاجه دی
سلام
زموږ دتولنې مبالفه،لاف او باټ ددیانت له ګراف وځی او دافراط لوری ته روان دی .وایی یوه شپه عمر بن عبدالعزیز ۷۱۷ م د ډېوې رڼا ته سرکاری کاغذونه کتل چې غلام یې راغی اود کورکومه موضوع یې بیان کړه .عمر سمدلاسه ډېوه مړه کړه هغه ورته وویل چې ولې دې ډیوه مړه کړه ؟عمر وفر مایل په سر کاری تیلو باندې دشخصی معاملاتو خبرې کول حرامې دی .
غت نوم واړه خلک نه غټوی بلکې په خپله وړوکی کیږی او همدارنګه د لافزن تر تولو غټ خواهش دادی چې د میږو شبون شی