شنبه, اپریل 27, 2024
Homeټولنیزارواپوهنهد انګېزې پیدا کولو ساده لارې| ژباړن حمید الله تسل 

د انګېزې پیدا کولو ساده لارې| ژباړن حمید الله تسل 

لیکوال سمیرا زندی

څرنګه انګېزه پیدا کړو؟

که بې حوصلې او د کار کولو انګېزه نه لرئ، فکر وکړئ چې پوره انګېزه لرئ؛ د دې فکر ګټه داده چې مازې د یوه کار په شروع تاسو ته ورو ورو دا احساس پیدا کېږي، چې رښتیا هم په تاسو کې د کار کولو رښتنې جذبه ژوندۍ ده. 

دا طبعي ده چې ځينې وخت موږ ټول ديوې ټاکلې موخې په ترلاسه کولو کې له اوسني حالت څخه خسته او مایوسه کېږو. په دې وخت کې باید هڅه وکړئ چې پرمختګ ته دوام ورکړئ، که بیا هم له هدف څخه زړه تنګي او ستړي شوئ دغه ستر حقیقت ته فکر وکړئ، چې ستړیا او خستګي په کامل ډول طبعي ده. تاسو باید ونه درېږي،لارې ته دوام ورکړئ، نه درېدل هغه کوچنی کار دی چې تاسو هدف ته رسوي.   

د انګېزه لرونکي انسان غوندې چلند وکړئ!

((که بې حوصلې او د کار کولو انګېزه نه لرئ؛ فکر وکړئ چې پوره انګېزه لرئ، د دې فکر ګټه داده چې مازې د یوه کار په شروع کولو تاسې ته ورو ورو دا حس پیدا کېږي، چې رښتیا هم په تاسو کې د کار کولو رښتنې جذبه ژوندۍ شوې ده.))

د یو کوچني کار لپاره پلان جوړ کړئ او ترسره يې کړئ!

یو کوچنی کار پیل او پای ته يې ورسوئ؛ مثلا د کار مېز مو پاک کړئ، بېل جمع کړئ او یا هم لوښیي پرېمنځئ، کله مو چې دا کارونه وکړل د نورو کارونو د کولو احساس پیدا کوئ. که چېرې د هېڅ کار کولو حوصله نه لرئ له دومره کوچني کار څخه پیل وکړئ چې و مو هڅوي هغه کار په پوره شوق پشپړ کړئ. (تاسو یوازې د کار پیل ته اړتیا لرئ چې ترسره يې کړئ.)

له ځان څخه مثبت او روحیه ورکوونکي سوالونه وکړئ!

هر سهار له ځان څخه پینځه داسې درې جزه پوښتنې وکړئ چې اُمېد بښوونکې وي:

په ژوند کې اوس له څه شي څخه خوښ یم؟

کومې ځانګړنې ما خوشحاله کوي؟ 

په ما کې دا حالت څرنګه رامنځ ته کېدلی شي؟

ډېره اړینه ده چې په رښتونې بڼه پوه شئ چې ولې؟ او څرنګه دغه حالت تاسو ته غوره احساس در کوي؟ دغه د سهار پوښتنې ډېرې غوره دي، ځکه جوړښت يې داسې دي چې تاسو پر وضع یا حالت باندې پوره پوهوي او ورسته مثبت احساس درکوي.

د خپل پرمختګ اندازه مو معلومه کړئ!

له څو میاشتو راپدې خوا ستاسې یو ملګری له یوه ځانګړي غذایي رژيم څخه استفاده کوي، څو میاشتې ورسته چې له هغه سره ګورئ، د هغه بدن زیات بدلون کړی دی؛ خو عجیبه داده چې ستاسې ملګری دغه بدلونونو ته نه متوجه کېږي، تاسې خپل ملګري ته ډاډ ورکوي چې تر لیدلو ورسته یې زیات بدلون کړی دی. ستاسو د ملګري څېره له هغه وخت څخه ستاسو په ذهن کې شته، خو چې له اوسني حالت سره یې مقایسه کوئ د اندامونو ترمنځ يې ښکاره توپېر وينئ.

لږ شاته راشئ او د خپل فعالیت د شروع ځای مو وګورئ!

د انګېزې پیدا کولو او موخو د لاسته راوړلو لپاره غوره ده لږ شاته راشئ او د خپل فعالیت د شروع ځای وګورئ، چې په کوم حالت کې وې او اوس کوم حالت ته رسېدلي یاست؟ در یاد کړئ چې څرنګه مو هغه لومړنۍ ستونزې او خنډونه چې ستاسې په لار کې پراته وو له مخې لرې کړل او څټ ته مو پرېښودل. اوس چې د لارې منځ کې یاست، که خپل تدريجي پرمختګ ته پام وکړئ، خوندور احساس به وکړئ او د موخو د لاسته راوړلو پیل به په شوق او انګېزې سره وکړئ. 

لومړی ستونزمن کار پیل کړئ!

 که په ورځنیو کارونو فکر کوئ له خفګان او ننګونو سره مخ کېږئ؛ ځکه وایي به چې دا ټول کارونه څرنګه کړم؟ لومړي تر ټولو ستونزمن کار پیل کړئ؛ کله چې د کارونو په لېست کې تر ټولو ستونزمن کار پای ته ورسوئ، داسې فکر به وکړئ چې له اوږو څخه مو ډېر دروند بار ښکته کړی دی. په دې سره ستاسې بې‌قراري او اندښنې کمېږي، د اطمنان او آرمتیا احساس به وکړئ او پاتې ورځ به مو پر ځان پوره باوري یاست.

خپلې بریاوې مه هېروئ!

هر وخت او هر ځای د ناکامۍ پر ځای د خپلو بریاوو په اړه فکر وکړئ او ذهن ته یې وسپارئ، ځکه بریالیتوبونه ډېر په آسانه هېرېږي. غوره ده چې خپلې بریاوې له جزیاتو سره ولیکئ؛ تاسو کولی شئ په خپلو لیکنو کې هغه ښکلې خاطرې وساتئ، چې د کار کولو لپاره مو انګېزې تازه او ژوندۍ وساتئ.

موخه؛ یوازنۍ پایله نه ده!

 له بده مرغه زیاتره خلک د دې لپاره موخې څاري چې یوازې پای یې ویني. بریا یوازې په یوه ځانګړي وخت، حالت او ځانګړې پېښې په پښېدو سره نه پېژندل کېږي؛ مثلاً ځينې خلک فکر کوي چې په یوه میاشت کې کولی شي خپل وزن پينځه کېلو را کم کړي، روغ بدن او متناسب غړي به ولري؛ پداسې حال کې چې په روغتیا کې بریا دلته نه ختمېږي. هغه څه چې موخو ته خوند وربښي د موخو جاري ساتل دي؛ لکه څنګه چې په سفر کې یوازینۍ موخه کورته رسېدل نه دي بلکې لاره طی کول هم د موخې یوه برخه ده؛ نو موخه یوازينۍ پایله نه ده.

له ناکامۍ څخه مه وېرېږئ!

ناکامي په ژوند کې ګټوره ده او د بریالیتوب لپاره باید د یوې طبعي پېښې په توګه ومنل شي.

د بسکېټ بال مشهور لوبغاړی مایکل جاردن وایي: (په لوبو کې تر ۹۰ زره زیاتې خطاوې لرم، تقریباً ۳ سوه لوبې مې بایللې دي، پر ما یې ۲۶ ځله باور وکړ چې د کامیابي ضربه ووهم خو بریالی نه‌شوم. په خپل ژوند کې مې په ځلونو ماتې خوړلې ده، همدا دلیل دی چې په ژوند کې کامیاب یم. 

پر همدې اساس له خپلو ناکامیو تجربه واخلئ او له ځان څخه پوښتنه وکړئ چې دا ځل به ناکامي ماته څه را زده‌کوي؟ 

 

کارونه پر مثبت فکر ترسره کړئ!

 زده‌کړئ چې زیات وخت مثبت فکره واوسئ، مخکې له دې چې فکر مو منفي خواته لاړ شي هغه فکر پرېږدئ. ممکن تل مثبت فکره ونه اوسېږو؛ خو باوري یم چې له موږ څخه زیات خلک کولی شي په ځان کې مثبت فکر او احساس پیاوړی کړي. (له مثبت فکر سره مو هڅې رنګ راوړي.)

دا احساسات سره شریک دي!

ځینې وخت ډېر بریالي او مشهور خلک هم د مایوسۍ او بې انګېزه ‌توب په دام کې لوېږي؛ خو د دوی توپير له نورو خلکو سره په دې کې دی، چې بریالي خلک په ډېر ستړي او خسته حالت کې هغه لار څاري چې د رواني حالت کنټرول وکړي او احساسات نه پرېږدي چې د منطق ځای ونیسي. نو د انګېزې د لاسته راوړلو په خاطر خپلو زر تېرېدونکو احساساتو ته مه تسلیمېږئ.

 شته معلومات مو بیا وګورئ!

ډېره مهمه ده د کار په شروع کې اړین معلومات ولرئ، اما ځینې وخت ټولنه او رسنۍ خلکو ته داسې معلومات ورکوي چې اغېزه یې منفي وي؛ نو لازمه ده چې د خپلې فکري زېرمې ارزونه وکړئ، منفي ټکي له منځه یوسئ او د خپلې موخې د ترلاسه کولو لپاره د خپل لید سره سم ګټور او مثبت معلومات وکاروئ.

د خوښۍ لامل مو پیدا کړئ!

 ټول پوهېږو چې ځانګړي حالات او کړنې زموږ د خوښۍ سبب کېږي، نو د خپلې خوشحالۍ لپاره چې په هره اندازه غواړئ او څومره کولی شئ هڅه وکړئ؛ البته په غوښتنو کې باید له احتیاط څخه کار واخلئ، داسې نه چې ستاسې غوښتنې له انساني، ټولنيزو او مذهبي باورونو سره په ټکر کې وي. 

د خپلو موخو وخت او ځای بدل کړئ!

د ځان لپاره سترې او ځانګړې موخې وټاکئ، په خلکو کې سترې موخې تر کوچنیو موخو زیاتې هڅونکې دي. سترې موخې ستر او ژور اغېز لري او د انګېزې د غښتلتیا سبب کېږي. 

خپل کار په آرامه پیل کړئ!

په بيړه سره د کار پیلولو پر ځای لومړني ګامونه آرام واخلئ. که یو کار په آرام او اطمنان سره پیل کړئ ستاسې مغز دا حکم نه تر لاسه کوي چې دا کار باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي. څه پېښېږي که د انسان مغز احساس کړي چې دی باید دا کاري برنامه په بېړه پای ته ورسوي؟ امکان لري هغه کس دا کار هېڅ پیل نه کړي، نو د يوه کار له هېڅ نه کولو څخه غوره ده چې یو کار په آرام پیل شي. 

ځان له نورو سره نه له ځان سره پرتله کړئ!

له نورو سره د ځان پرتله او له ځان څخه ځینې پوښتنې لکه ستاسو د هڅو پایله څه وه؟ کوم ځای ته يې رسولي یاست؟ دا او نورې پوښتنې ستاسې انګېزه او د نوښت قوه وژني. بې ‍‍شمېره خلک شته چې له تاسو ځخه پیاوړي وي او یو تعداد داسې خلک هم شته چې په مادي او معنوي توګه له ټولو خلکو څخه مخکې شوي دي. نو خپل ټول فکر، توان او وړتیا مو پر هغه پلان متمرکز کړئ چې د آینده لپاره یې لرئ او ستاسې د عاید سبب کېږي. هڅه وکړئ د دې پوښتنو ځوابونه پیدا کړئ؛ چې څرنګه کولی شئ خپلې ذهني برنامې ته ګټه او د عمل پړاو ته یې ورسوئ؟ لاسته راغلې پایلې بیا وګوړئ! پر دې کار سره تاسو کولی شئ خپلې تېرې تېروتنې پیدا کړئ او له بیا تکرارېدو څخه يې مخنیوی وکړئ، بله کټه یې دا ده چې د انګېزې قوه مو دوه چنده پیاوړې کوئ. 

که د خپلو هڅو پایله درک کړئ او پوه شئ چې په کوم ځای کې واقع یاست، ستاسې شوق او پیاوړتیا څو برابره زیاتېږي؛ غالباً چې خپل بریالیتوب او پرمختګ ته به حیران پاتې شئ.

د یو اتل غوندې عمل وکړئ!

د اتلانو د ژوند کیسې ولولئ، خبرو ته یې غوږ شئ او چلند یې تعقیب کړئ. پیدا کړئ چې د دوی په ژوند کې کومې ځانګړې ځانګړتیاوې وې چې د بریا لامل یې شوې. 

دا خبره تل په یاد لرئ چې دوی هم زموږ په څېر انسانان دي؛ د دې پر ځای چې دوی ته پر لوړ مقام قایل شو او ستاینه یې وکړو لازمه ده الهام ترې واخلو!

هڅه وکړئ کاري چاپیریال مو تفرېح ځای ولري!

که غواړئ د کار کولو لپاره ځای جوړ او یا انتخاب کړئ د تفرېح او مستۍ لپاره ځای په پام کې ونیسئ. د کار کولو په ځای کې د تفرېح ځای د دې سبب کېږي چې پوره انګېزه پیدا کړئ او کار تر پایه ورسوئ. 

یوازې راحت مه غواړئ!

سستي چې د ټنبلۍ یو ډول دی، باید ځان ترې وساتئ، او په ځان کې د انګېزې پیدا کولو لپاره له ستونزو سره مبارزه وکړئ.

هغه کار چې غواړئ ویې کړئ په اړه یې مطالعه وکړئ!

که غواړئ کوم کار پیل کړئ په اړه یې لازمې څېړنې وکړئ. پر دې څېړنې سره کولی شئ په هغه کار کې له شته ستونزو او احتمالي خنډونو خبر شئ. ځینې وخت بې ځایه هیلې او غوښتنې د انسان شوق، کوښښ او انګېزه له منځه وړي. تاسو د خپلو غوښتنو پر مدیریت کولو سره کولی شئ خپل شوق، وړتیا او انګېزه د کار تر پایه پورې وساتئ او بې ځایه یې مصرف نه کړئ. د هغه خلکو له ژوند څخه اړین او ګټور معلومات ترلاسه کړئ چې ستاسې غوندې موقف یې درلود. زده کړئ چې دوی پداسې حالت کې کوم اقدامات کړي؟ کومه لار یې وهلې ده؟ او څه ورباندې راغلي دي؟ د تېرو تجربو او خپلو ذهني معلوماتو پر اساس یوه کوچنۍ او غوره لار انتخاب کړئ او خپل فعالیت پیل کړئ. دغه کار ستاسې اندښنې کموي او په ډېره غوره طریقه یې تر خپلې ولکې لاندې راوستلی شئ. 

په عملي او ‌ذهني توګه د تېرو خلکو له تجربو څخه استفاده ستاسې انګېزه پیاوړې کوي او زړه ته مو آرامتیا وربښي.

 پر کوم دلیل غواړئ دغه کار وکړئ!؟

که نه پوهېږي چې ولې دغه کار کوئ او یا یې د کولو لپاره مناسب دلیل نه لرئ، د هغه کار پای ته رسول ډېر ستونزمن دي. داسې کار خوښ کړئ چې د کولو لپاره یې ښکاره او پیاوړی دلیل ولرئ. که د کوم  کار ترسره کولو ته مو دلیل پیدا نه کړ ترې تېر شئ او پر ځای يې داسې کار پیل کړئ چې د کولو لپاره يې ښکاره او پياوړی دلیل ولرئ.

 خپلې موخې ولیکئ!

هغه کار چې غواړي ویې کړئ په اړه یې د موخې ټول پړاونه پر یوه کاغذ وليکئ او د یوه دېوال، کمپیوټر او يا هم آینې پر مخ یې ونښلوئ؛ د ورځې په جریان کې چې تاسو هغه پړاونه بیا بیا وګورئ، ستاسې لپاره د کار کولو پړاونه آسانوي.

هڅه وکړئ تلوېزون کم وګورئ!

آیا د هغه کسانو له ډلې یاست چې زیات تلوېزون ګوري؟ کوښښ وکړئ تلوېزوني برنامې کمې وګورئ. هغه کړنې او کردار چې ستاسې خوښېږي ويې ګورئ په خپل واقعي ژوند کې یې وګورئ او په خپله یې عملاً ترسره کړئ.

کاري پلان مو پر څو برخو و وېشئ!

که کومه پروژه کاروئ په څو کوچنیو برخو یې و وېشئ، بیا مو ټول تمرکز د کار پر لومړۍ برخه راټول کړئ او کار شروع کړئ؛ د لومړۍ برخې تر بشپړېدو ورسته پر بله برخه پیل وکړئ. په کامیابۍ سره د لومړۍ برخې ترسره کول ستاسې انګېزه پیاوړې کوي. که ستاسې تمرکز له لومړيو څخه پر ټوله پروژه وي کېدای شي د کار کولو انګېزه مو کمزوې شي او خپله د کار کولو مخه ونیسئ. که تاسې هم له دغه طریقې څخه کار واخلئ د خپلو لاسته راوړنو پایلې به مو حیران کړي.

د نوښت له قوې کار واخلئ!

د کاغذ یوه پاڼه را واخلئ او په پیل کې یې هغه کاري فعالیت ولیکئ چې له کولو سره یې مینه لرئ. شاید موخه مو زیات درآمد، له ناروغۍ سره مبارزه او یا ښه روغتیا لرل وئ؛ خو چې هره موضوع وي په اړه يې له خپل فکر څخه ۲۰ مېتودونه یا نظریې ولیکئ، کوښښ وکړئ دغه لېست ته ۱۰ نورې نظریې ور زیاتې کړئ. دا خو معلومه ده چې دغه ټولې نظریې اړینې نه دي، نو له نوښته کار واخلئ هغه نظريې پیدا کړئ چې تاسې هدف ته رسوي.

 د دې کار غوره والی دا دی چې د نوښت قوه په کار اچوي، معلوموي چې تاسې څومره نوښتګر یاست او تاسې د خپل نوښت وړتیا ګوړئ. پدې کار سره دوه ګټې ترلاسه کوئ؛ یوه دا چې په ځان کې به مو د کار کولو انګېزه را ژوندۍ کړې وي، دوهمه دا چې له روحي اړخه به مو ځان ته وړ شرایط برابر کړي وي.

 

کامیابه ژوند، څلورمه مقاله ۱۳۹۹/۴/۱۰

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب