پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeخبرونههلمندیانو د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې پر ضد لاریون وکړ

هلمندیانو د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې پر ضد لاریون وکړ

تاند (سې شنبه د سرطان ۱۰) هلمند – د هلمند ویرژلیو ولسي خلکو او د مدني ټولنې غړو د دغه ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د وروستیو خونړیو بریدونو پر ضد لاریون وکړ او د جنګ له دواړو غاړو یې وغوښتل چې د ملکي خلکو له مرګ ژوبلې څخه لاس واخلي.

لاریون کوونکي نه یواځې ددې پیښو د څیړنې غوښتنه کوي بلکې د جګړې له ښکیلو خواوو غواړي چې اوربند وکړي او د سولې خبرو ته سره کیني.

حکومت او طالبان دواړه یو پر بل تور پوري کوي چي تېره ورځ يي په سنګین کي پر عامو خلکو توغندي ویشتلي دي او ګڼه مرګ ژوبله يي اړولي ده.

چارواکو وویل چې د دوشنبې د ورځې په بریدونو کې چې ویل کیږي لومړی د ګڼه ګوڼې په یوه مارکېټ کې راکټونه ولګېدل او بیا ورپسې موټربمي چاودنه وشوه ۲۳ کسان ووژل، خو نن سې شنبه د هلمند ایمرجنسي روغتون وویل چې د وژل شویو کسانو شمېر ۳۰ ته رسېدلی دی او د ټپیانو حالت د اندیښنې وړ ښودل شوی.

په دې پېښه کې په لسګونو نور کسان ټپیان شوي دي.‌

دغه بریدونه داسې مهال کیږي چې د یوناما او د بشر حقونو خپلواک کمیسیون د راپورونو شمېرې ښيي چې په دې وروستیو کې د ملکي وګړو د مرګژوبلې کچه تر بل هر وخت لوړه شوې ده.

په هلمند کې په ۲ ورځو کې دوې پر له پسې پېښې

1 COMMENT

  1. هلمندیان باید د حکو مت نه وغواړی چې د پاکستان/طالبانو د بندیانو خوشې کیدل او د هغوی سره د «سولی خبری» تر هغه وخت پورې و ځنډوي چې پاکستان په افغانستان کې د اوربند سره موافقه وکړي. د اوربند پرته سوله نه شي راتللی. افغانان باید امریکا ته په صراحت ووایی چې پاکستان ددوی په پیسو او ملاتړ په افغانستان کې جنګ کوی او په دی صورت کې ښه به داوي چې د افغانستان نه ووځي. پښتانه وایې چې په تنګ شي هله په جنګ شي. سومالیا دې رایاده کړي. هلته هم امریکا همداسې لوبې پیل کړې وې. انجام یی امریکا ته څه شو؟ سره ددې چې سومالیا ته د هغوی اقدام هیڅ ګټه و نه رسوله او تر اوسه هلته ورانی روان دی. خو د هغه کار پرته ورسره بله چاره نه وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب