شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهپه هلمند کې په ۲ ورځو کې دوې پر له پسې پېښې

په هلمند کې په ۲ ورځو کې دوې پر له پسې پېښې

خبریال: الله نظر ترين (سې شنبه، د سرطان ۱۰) د هلمند ولایتي چارواکي وایي د دې ولایت د ناوې ولسوالۍ په منګلزو سیمه کې د یوه مازدا موټر په لاره کې د ماین په چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او یو تن ټپي دی.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وایي، مازدا موټر نن له ګرمسیر ولسوالۍ څخه لښکرګاه ښار ته پر لاره و چې د سړک د غاړې ماین پرې وچاودېده.

نوموړی وایي، د چاودنې علت لا معلوم نه دی خو زیاتوي، ډیر  کله د وسله والو طالبانو له لوري افغان ځواکونو ته خښ شوي ماینونه پر عامو خلکو چاودنه کوي.

ځواک زیاته کړه، امنیتي ځواکونه سیمې ته رسیدلي او د چاودنې په اړه یې پلټنې پیل کړي.

د دې چاودنې مسولیت تراوسه چا یا کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی.

د یادونې ده چې پرون هم د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د ملکي خلکو په یو دودیزه میله کې د بمي چاودنو له امله ۲۵ ملکیان مړه او ۱۳ تنه نور ټپیان شوې وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب