شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهپه کابل کې د پاکستان سفیر، ښايي په ۲ میاشتو کې بین...

په کابل کې د پاکستان سفیر، ښايي په ۲ میاشتو کې بین الافغاني خبرې پیل شي

تاند(سې شنبه، د سرطان ۹) په کابل کې د پاکستان سفیر وايي، اسلام اباد هڅه کوي چې طالبان اورکم ته وهڅوي او د بین الافغاني خبرو په لاره کې خنډونه لېرې شي.

زاهد نصرالله خان په کابل کې رویټرز خبري اژانس ته په مرکه کې وویل، تمه کېده چې د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې ژر پیل شي خو د طالبانو د ۵ زره بندیانو نه خلاصون او د تشدد نه کمېدا د دغو خبرو خنډ شوي دي.

د پاکستان سفیر زیاته کړه، په محتاط ډ‌ول خوشبین دی چې د خنډونو د لېرې کېدو په صورت کې به په راتلونکو دوو میاشتو کې بین الافغاني خبرې پیل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د حکومت ځینو سرچینو ویلي چې د جولای تر نیمايي پورې به بین الافغاني خبرې په قطر کې پیل شي.

خو په عین حال کې داسې اټکلونه هم کېږي چې ځینې طالبان او د هغوی یو شمېر بهرني ملاتړ کوونکي هڅه کوي چې بین الافغاني خبرې تر هغو وځنډېږي چې امریکايي پوځیان له افغانستانه ووځي.

دوی فکر کوي چې د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته به طالبان په خبرو کې برلاسه دریځ ولري.

امریکا د قطر له موافقې سره سم ژمنه کړې چې که موافقه عملي شي نو خپل ټول ځواکونه د راتلونکي کال تر مې میاشتې پورې له افغانستانه باسي.

خو د پاکستان سفیر وايي «تر ټولو مهمه مسله د تاوتریخوالي زیاتوالی دی. باید د خبرواترو لپاره د شرایطو د برابرېدو په خاطر تشدد کم شي او بله مسله د ۵ زره طالب بندیانو ده چې باید خوشي شي.»

د امریکا او طالبانو د دوحې په موافقې کې د ۵ زره طالب او ۱۰۰۰ دولتي بندیانو د خلاصون یادونه شوې ده.

5 COMMENTS

  1. د کافر زامن پر مسلمانانو سخته لوبه پيل کړې ده.
    غویی تور او لګۍ يې هم توره ده…. ټولو ته مالومه ده، چي امريکا/پاکستان/افغان حکومت/طالبان/داعش/پارلماني بدماشان….. ټول دې ملت ته سرې داړي نيولي دي، څومره چي وسه يې کیږي، هغومره يې وینه زبېښي…
    اروپا، امريکا او درسته نړۍ پوهېږي چي پر افغانستان اوربل له کومه دی، ليکن بیا هم سپيني سترګي ګرځي، دې خوا ته سفر وکړه، دې ته ورسه او هغه ته ورسه.

    د یوې ورځي کار شپږو مياشتو او یو کال ته اوږدوي……. ځيني بیا راسي وايي سياسي کارونه دي 🙂 دا سياست دي ستاسو ټولو دخيلو خلګو سر وخوري…

  2. دا د پنجاب غلامان (طالبان) نن باید وښایي چې دوی د ای ایس آی غلامان ندی او ژر تر ژره دې د بین الافغاني خبرې پیل کړي، د دوه نورو میاشتو لپاره په هېواد کې د تاوتریخوالي دوام خطرناک ده.‌

  3. د افغانستان په هکله د پاکستان ژمنه او عمل لوی توپیر لري
    https://khabarial.com/pa/archives/5354

    پر پاکستان تل د سیمې او نړیوالې ټولنې لخوا نیوکې کېږي چې د افغانستان په هکله کاذب سیاست مخته وړي او د دغه هېواد د ترهګرو پالنه او روزنه کوي.

    نشنل انټرست خپرونې په خپله وروستۍ ګڼه کې د ترهرګرۍ پالنې په برخه کې د پاکستان په دوه مخي سیاست باندې اوږده مقاله لیکلې ده او وایي چې د افغانستان په هکله د دغې هېواد په ژمنه او عمل کې د آسمان او ځمکې هومره توپیر لیدل کېږي.

    د پاکستان په هکله که څه هم په ظاهره ډېری وخت نړیوالې ټولنې د ورته تورونو له امله غږ اوچت کړی دی خو په دغه هېواد باندې یې پرېکنده فشار وارد کړی نه دی.

    ځینې شنونکي په دې باور دي چې امریکا او ځینې متحدین یې له پاکستان سره په منځنۍ آسیا کې د ترهګرۍ پالنې او د دوی د پروژو د عملي کولو په برخه کې ګډ کار کوي او د سیمې هېوادونو کې هرج او مرج جوړوي.

    نېشنل انټرسټ وړاندې په خپل مطلب کې لیکي چې پاکستان تل د افغانستان په هکله د سولې په برخه کې ګڼې ژمنې کوي خو په ورته وخت کې ترهرګرو ډلو ته هم د تاوتریخوالي لارښوونې او روزنې ورکوي.

    دغه نشریې لیکلي دي، همدا اوس هم طالبان د پاکستان پراخ ملاتړ له ځان سره لري او دغه ډله په پاکستان کې امن مرکزونه لري، خو بیا هم پاکستان له افغان حکومت سره د همکارۍ تشې ژمنې کوي.

    نشریه همدا راز لیکي د برید له پلانونو نیولې چې په پاکستان کې جوړېږي ان تر هغه چاوېدونکو توکو چې په افغانستان کې چاودنه ورکول کېږي په پاکستان کې تولیدېږي. نشنل انټرسټ لیکي چاودېدونکي توکي له قاچاقي لارو راوړل کېږي خو پاکستاني عسکر یې پر وړاندې اقدام نه کوي.

    سرچینه کاږي تر هغه چې پر پاکستان فشارونه ډېر نه شي او دغه هېواد د ترهګرو ډلو له ملاتړه را و نه ګرځول شي افغانستان کې د ثبات او سولې راوستل ګران کار دی.

    دا په داسې حال کې ده چې ګڼ شمېر افغان سیاسیون لا ار له مخې د را روانې سولې په هکله د پاکستان په شومو موخو باندې ژورې اندېښنې څرګندوي او وایي چې دغه هېواد به یو ځل بیا د افغانانو په برخلیک کې ځانته برخه اخلي.

  4. څو چې پاکستان و نه غواړي، افغان سوله ناشونې ده
    https://khabarial.com/pa/archives/5420

    د مایکل روبین په نوم یو غربي سیاستوال او شنونکی په خپله وروستۍ مقاله کې لیکي چې تر څو پاکستان په عملي توګه د افغان سولې په بهیر کې کوټلي ګامونه وانخلي، دغه هېواد به هېڅکله د سولې خاوند نه شي.

    مایکل روبین په خپله وروستۍ مقاله کې چې عنوان یې (پاکستان څرنګه په افغانستان کې خپلې ژمنې پوره کولی شي) دی، لیکلي دي چې دغه هېواد د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د مختلفو ترهګرو پټنځایونه او روزنیز مرکزونه لري.

    د لیکوال په وینا پاکستان هر کال سلګونه ملیونه پاکستانۍ روپۍ مصرف پرې کوي او په وینا یې تر څو چې دوی اړ نه کړل شي، په افغان سوله کې به هېڅکله عملي ګام پورته نه کړي.

    مايکل روبین وايي، تر هغو چې په پېښور، کوټه، وزيرستان، کراچۍ او نورو کليدي ښارونو کې د ترهګرو خوندي پناه ځايونه او روزنځايونو وي، تر هغو په افغانستان کې سوله نشي راتللی.

    ليکوال وايي، د افغانستان سوله د پاکستان له هغه عملي اقدام سره تړلې ده چې غواړي د ترهګرو له ملاتړ څخه لاس واخلي؟

    د نوموړي په وينا، پاکستان هر کال پر دغو روزنځايونو او ترهګرو سلګونه ميليونه پاکستانۍ کلدارې مصرفوي او په بدل کې يې د اسيا په زړه کې ټولې لوبې پخپله ګټه څرخولې دي، نو له دې رول څخه د پاکستان د ګرځولو لپاره عملي اقداماتو ته اړتيا ده.

    په دې ليکنه کې کابل ته د پاکستان د ستخباراتي پلاوي وروستي سفر ته اشاره شوې ده، چې له عملي اقداماتو پرته دغه سفرونه نتيجه نشي ورکولی او هسې د وخت ضایع ده.

    دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د تاوتریخوالي کچه په بې سارې توګه زیاته شوې ده او ټول هغه جنایتونه چې څو کاله په منځني ختیځ کې د داعش لخوا ترسره کېدل، اوس یې افغانستان په عملي ډول شاهد دی.

    د ليکوال روبین په وينا، هغه ترهګر چې پاکستان يې ملاتړ کوي هر کال په افغانستان کې زرګونه عام خلک وژني او دې کار د پاکستان پر وړاندې نفرت اوج ته رسولی دی او په مينه د دې نفرت اړول د سولې پروسې سره په مرسته کې له عملي ګامونو پرته نه کېږي، نو په وینا یې ځکه خو پاکستان د طالبانو په ګډون خپلو لاسپوڅو ترهګرو ډلو باندې تاوتریخوالی زیات کړی دی.

    په ليکنه کې د پاکستان پر اقتصاد او سياست د دې وضعيت اغېزو او په افغانستان کې د جګړې د دوام پر ټولو اړخونو مفصلې خبرې شوې دي.

  5. پېښور: طالبانو په افغانستان کې د جګړې پر دوام ټینګار کړی
    https://khabarial.com/pa/archives/5342

    د کوټې او پیښور شوراګانو استازو په خیبر پښتونخوا کې درې بیلا بیلي غونډې کړي دي . دریو واړو غونډو کې د کوټې شورا په استازیتوب دریو طالب مشرانو چې ملا عباس درانی ( د روغتیا پخوانی وزیر) امیرخان متقي د ملا هیبت الله د دفتر ریس او ملا فاضل چې د قطر د مذاکراتي ټیم غړی دی ګډون درلود.

    دوی په اکوړه خټک ؛ پېښور او تاج اباد کې ناستې کړي دي .‌ د پېښور شورا او د حقاني شبکې له لوري په دریو سرو غونډو کې په جلا جلا توګه خلیفه سراج الدین ؛ مولوي عبدالقبیر؛ مولوي عبدالحکیم شرعي؛ شیخ شریف؛ مولوي قاسم؛ حاجي احمد عرف قدیر او شمس الدین پهلوان پهلوان ګډون کړی وو.

    د خبریال وېب پاڼې سرچینې وايي چې په غونډو کې پرېکړه شوې چې په افغانستان کې به د ګډو حکومت برخه نه جوړيږي ؛ او که واک ورسپارل کېږي نو د ټول افغانستان چارې به پر مخ وړي .

    د غونډو برخه والو په هیواد کې د جنګ جګړو پر دوام ټینګار کړی او داسي اګیري چې ګواکې امریکا يي ځواکونه په بشپړه توګه له افغانستان نه وزي ، او دوی په زور دافغانستان نظام نسکورولای شي .

    د طالبانو د قطر ددفتر د مذاکراتي ټیم یوه غړي خبریال وېیب پاڼې ته وویل چې پېښورته تللي طالب مشران د پاکستان پلویان دي او ددوی پرېکړي د قطر د دفتر پرېکړي نه دي‌؛ خو د دغه طالب مشر له خبرو ښکاري چې په طالبانو کې اوس هم د جنګ جګړو او سولي په تړاو لوی واټن شتون لري .

    که څه هم ښايي طالبان د همېش په ډول په پاکستان کې دا غونډه او خپل شتون رد کړي ؛ خو د خبریال وېب پاڼې سره داسي اسناد شته چې دهغوی ددې غونډو پخلی کوي .

    په افغانستان کې ډېری کارپوهان او د چارو شننونکي په دې باور دي چې طالبان تر سوله زیات و جګړې ته ارزښت ورکوي او د جګړو ستراتیژي‌یې د سولي ‌په انډول پخه او کره ده . خلک وايي‌ چې جنګ جګړې به وروسته له هغه زور واخلي‌ چې طالبان خپل بندیان آزاد کړی او د نړۍ والو ځواکونو شمېر په افغانستان کې نور هم راټیټ شي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب