جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهپاکستان په هندوستان د تیرې ورځې د برید تور پورې کړ

پاکستان په هندوستان د تیرې ورځې د برید تور پورې کړ

خبریاله: عاقله اسد (سې شنبه، د سزطان ۱۰) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن وویل، پرون د دغه هیواد تر ټولو د لوی سوداګریز ښار کراچۍ د ونډو په بازار برید د هندوستان کار دی.

تیره ورځ د پاکستان تر ټولو د ستر سوداګریز ښار کراچۍ د ونډو پر بازار ډله ییز برید وشو او د یو پولیس افسر په ګډون د یاد بازار درې ساتونکي او ۴ حمله کوونکي ووژل شول.

کراچۍ کې د ونډو پر بازار وسلوال برید شوی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې عایشې فاروقې د ونډو پر بازار د برید د غندلو تر څنګ ویلي، پرونی برید بهر تنظیم شوی و او دوی د اړتیا په صورت کې چمتو دي چې د خپلې ادعا په اړه ثبوت او شواهد هم وړاندې کړي. اغلې فاروقې زیاته کړې، دوی مخکې هم څو څو ځله نړیوالې ټولنې ته د هند د ګواښونو خبر ورکړی دی خو نړیوالې ټولنې تر اوسه ورته مثبت یا منفي ځواب نه دی ورکړی.

دا لومړی ځل نه دی چې په پاکستان کې د ترسره شویو بریدونو تور په هندوستان لګول کیږي، تر دې وړاندې هم پاکستان څو څو ځله هند په داسې بریدونو تورن کړی دی.

بل خوا هندوستان تر اوسه د پاکستان د ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

په ۲۰۰۸ م کال د هند په مومبي کې لویه تروریستي حمله وشوه چې تر ۱۰۰ ډېر کسان پکې ووژل شول او هند لشکر طیبه پاکستانۍ ترهګره ډله او د پاکستان آی ایس آی په دې برید کې په لاس لرلو تورن کړل.

د مومبي تر برید وړاندې هم نوي دیلي د هند پر پارلمان د حملې پړه د پاکستان مېشتو سختدریځو دلو په غاړه اچولې وه.

دواړو هیوادونو د تاسیس یا بېلتون له وخته تراوسه پورې ۳ لویې جګړې کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب