شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهد افغان رسنیو لس سلنه خبریالان او کارکوونکي په کورونا اخته شوي...

د افغان رسنیو لس سلنه خبریالان او کارکوونکي په کورونا اخته شوي دي

خبریال: امین حسن (سې شنبه، د سرطان ۱۰) د نۍ یا د رسنیو د ملاتړ ادارې د يوې ټولپوښتنې له مخې نژدې زر خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په کورونا ویروس اخته شوي، شپږ یې مړه شوي دي.

د دې ادارې په وینا په بل هیڅ سیکتور کې دومره کسان په کورونا اخته شوي نه دي.

نۍ د ژورې اندېښنې د څرګندولو په ترڅ کې ویلي، که جدي ګامونه وانه خیستل شي، رسنیز فعالیت به په ټپه ودریږي.

د يادې ادارې مشر مجيب خلوتګر له همدې کبله پر حکومت غږ کړی چې له خبریالانو سره دې پر لیکه (انلاین) معلومات شریک شي.

نوموړي په خپلو خبرو کې زياته کړې، د رسنیو تر ټولو زيات خبریالان او کارکوونکي په پلازمینه کابل، لوګر، پروان، پنجشير، کاپيسا او ميدان وردګ ولايتونو کې پر کورونا وایرس اخته شوي او ډير شمېر يې نارينه دي.

نۍ یا د رسنیو د ملاتړ ادارې ټولپوښتنه ښيي چې په ټول هېواد کې ۹۵۳ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په دې ویروس اخته شوي چې له همدې شمېرو څخه يې شپږ تنه مړه شوي دي.

خبریالان، چې د روغتیاپالو ترڅنګ له کورونا سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دي وایي، معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې له بل هر وخت ډېر له ستونزو سره مخ شوي او دغه راز له کورونا ويروسه د ساتنې په برخه کې له دوی سره مرسته نه ده شوې.

که څه هم په دې وروستیو کې د کورونا ویروس پېښې کمې ثبتیږي، خو لا هم د دې مرګوني ویروس وېره پراخه ده او په دې ویروس د نورو خلکو ترڅنګ د خبریالانو د اخته کېدو ويره ډېره ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب