پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونههیواد کې په یوه ورځ ۲۰۰۰ کسان له کورونا روغ او ۳۴...

هیواد کې په یوه ورځ ۲۰۰۰ کسان له کورونا روغ او ۳۴ تنه ترې مړه شوي دي

تاند، یکشنبه، د سرطان ۸مه: د عامې روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په یاد هیواد کې د کورونا ویروس ۳۵۱ مثبتې پېښې ثبت شوي او ۲۰۰۴ تنه ترې روغ شوي دي

روغتیا وزارت نن یکشنبه ویلي چې د تېرې ورځې راپدېخوا د کورونا ویروس د ۷۰۱ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې۳۵۱ یې مثبت او پاتې منفي ثابت شوي.

د یاد وزارت د رسمي معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې په کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۰۹۶۷ تنو ته لوړ شو.

له یادو پېښو څخه۲۲۰ په کابل، ۲۴ هرات، ۱ کندهار، ۵ ننګرهار، ۱۲تخار، ۱۱بغلان، ۷ لوګر،۱۱ بادغیس، ۱۷کندوز، ۲ پروان، ۳ میدان وردګ، ۱۵بدخشان، ۱۰دایکنډي، ۷ کاپیسا، ۱ پنجشیر او ۵ په زابل ولایت کې ثبت شوي دي.

د روغتیا وزارت په وینا په تیره یوه ورځ کې ۲۰۰۴ تنه د کوروناویروس له ناروغۍ نه بیرته روغ شوي چې پدې سره د ټولو بیرته جوړو شویو کسانو شمېر ۱۲۵۸۸ تنو ته ورسېد.

د یادو کسانو لویه برخه چې ۱۸۸۵ تنه کیږي یوازې په کابل ولایت کې بیرته جوړ شوي دي.

همداراز د افغانستان روغتیا وزارت ویلي چې په تیره یوه شپه او ورځ کې اووه ولایتونو کابل، کندهار، تخار، لوګر،بادغیس، میدان وردګ او کاپیسا کې د کورونا ویروس له امله ۳۴ تنه مړه شوي دي.

په دې سره په افغانستان کې د کورونا ویروس له امله د ټولو مړو شوو کسانو شمېر۷۳۷ تنو ته لوړ شو.

د تازه معلوماتو په اساس د نن یکشنبې غرمې پورې په نړۍ کې ۴۹۸۹۰۷تنه د یاد ویروس له امله مړه شوي او نژدې لس میلیونه نور پرې اخته شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب