جمعه, مې 17, 2024
Homeداسې هم شتهامریکايي سټارټ اپ سیلانیان په بالون کې فضا ته بیايي

امریکايي سټارټ اپ سیلانیان په بالون کې فضا ته بیايي

تاند – د ټکنالوژۍ یوه کمپنۍ یا ستارټ اپ غواړي چې داسې بالون او کپسول جوړ کړي چې خپله سپرلۍ له مځکې ۱۰ زره فوټه لوړه بیايي.

د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، سپېس پرسپیکټیف (Space Perspective) امریکايي سټارټ اپ اعلان وکړ چې سیلانیان به له مځکې ۳ زره ۴۸ متره یا لس زره فوټه لوړ وخېژوي چې له پاسه سمندرونه، مځکه او په مجموع کې د مځکې ګردوالی وویني.

سپېس پرسپکټیف سټارټ اپ د نیپتون په نوم د دې فضابېړۍ پر جوړولو بوخت دی او وايي چې په دې بالون کې به ۹ تنه ځاییږي.

بالون داسې ډیزاین شوی چې شاوخوا یې سترې کړکۍ دي او پکې ناست کسان په اسانه لاندې د مځکې سیل کولی شي.

ټاکل شوې ده چې دا بالون په ازمېښتي یا تجربوي ډول د راتلونکي ۲۰۲۱ م کال په لومړیو کې والوزول شي.

خو هغه بیه چې سټارټ اپ د سیلانیانو د ټکټ لپاره اېښې ده ډېره لوړه ښکاري.

د سپېس پرسپکټیف مسوولان وايي چې د یوه تن د ټکټ بیه یې نژدې یولکو ۲۵ زره ډالره ټاکلې ده.

خو داسې ډېر کسان شته چې په داسې په زړه پورې سفر د دومره پیسو لګولو ته تیار دي.

د سفر ټوله موده شاوخوا ۶ ساعته ده چې په دې کې ۲ ساعته په پورته کېدو، ۲ ساعته په فضا یا د مځکې په اتومسفیر کې په سیل او ۲ ساعته بېرته مځکې ته په راګرځېدو لګېږي.

سپېس پروسپیکټیف سټارټ اپ غواړي چې خپل بالون د فلوریدا د کیپ کاناورال له کینډي فضايي مرکزه والوزوي.

کپسول یا بالون به په اتلانتیک سمندر کې سهار وختي کښته شي او هلته به یوه بېړۍ ورته تیاره ولاړه وي چې سپرلي خپل اصلي تمځي ته ورسوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب