جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهارګ: د سولې لپاره مو ګامونه اخیستي، که امریکا ځي هم د...

ارګ: د سولې لپاره مو ګامونه اخیستي، که امریکا ځي هم د ناټو ماموریت دوام کوي

تاند، یکشنبه، د سرطان ۸مه: د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي وايي، افغان حکومت سولې ته ژمن دی او په هېواد کې د سولې ټینګېدو لپاره یې ځینې ګامونه هم اخیستي دي.

نوموړي په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، د تاوتریخوالي دوام به، د سولې خبرو اترو د پیل لپاره د باور فضا زیانمنه کړي؛ خو د دولت له لوري د سولې خبرو اترو د پیلولو لپاره هېڅ ډول خنډ نه‌شته.

ده زیاته کړه، تراوسه حکومت نږدې ۴زره طالب بندیان ازاد کړي او حکومت د بندیانو ازادول هم د سولې د خبرو د پیلولو په موخه کوي.

صدیقي د امریکايي عسکرو د وتلو په اړه وویل، د امریکا له متحده ایالاتو سره د افغانستان دولت مناسبات، د دواړو دولتونو د دوه اړخیزه ژمنو پر بنسټ ولاړ دي او د امریکایي سرتېرو شمېر د دواړو هېوادونو ترمنځ د مناسباتو ټاکونکی نه دی.

دی وايي، د امریکایي ځواکونو اوسنی شمېر د هېواد امنیتي او دفاعي عسکرو ته د همکارۍ، زده کړه ییز او مشورتي ماموریت لپاره ځواب ویونکی او کافي دی او ورسره به د ناټو عسکرو ماموریت هم دوام کوي: (( په افغانستان کې به د امریکایي ځواکونو شمېر په اوسط ډول تر ۸۰۰۰ تنو باقي پاتې شي او د ځواکونو په شمېر کې له دې څخه زیات هر ډول کموالی به د شرایطو او د افغانستان د عمومي اوضاع په اړه د امریکا د متحده ایالاتو د دولت د ارزونې او د امریکا د متحده ایالاتو او طالبانو ډلې ترمنځ د سولې هوکړه لیک موادو ته د طالبانو د ژمنتیا د کچې پر بنسټ  تر سره شي؛ هرکلی کوي.))

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې ویل کیږي امریکا غواړي په راتلونکو لسو میاشتو کې له افغانستانه خپل ټول ځواکونه وباسي او له طالبانو سره د شوې هوکړې له مخې، په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېر صفر ته راښکته کړي.

تر دې وړاندې ولسمشر غني هم تېره اوونۍ د TED په نامه بنسټ سره په خبرو کې ویلي وو د ځواکونو ایستلو پایلو ته دې امریکا اندیښنه وکړي نه دا چې کابل په دې اړه اندیښنه ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب