چین د نړۍ په کچه تر متحده ایالاتو راوروسته دوهم لوی اقتصاد دئ، چي تېر کال (۲۰۱۹) ئې ناخالص داخلي تولید (GDP) تر ۱۴ ټریلیونه ډالرو ډېر وو. چین د خپل اقتصاد د لا ودې په موخه په ۲۰۱۳م کال کي د یوې لاري او کمربند (Belt & Road Initiative) (BRI) اقتصادي طرحه جوړه کړه، تر څو چین د آسیايي هیوادونو ترڅنګ له نورو اروپايي هیوادونو سره هم د وچي له لاري وصل سي او په دې توګه وکولای سي خپل اقتصادي ودي ته په همدې شکل دوام ورکړي. که څه هم له یوې خوا په ۲۰۱۲م کال کي د چین او افغانستان ترمنځ د سټراتيژيکو اړیکو د تړون تر لاسلیکېدو وروسته د دې دوو هیوادونو ترمنځ اړیکي پراخي سوې، خو له بلي خوا د BRI تر طرحي وروسته د افغانستان او چین ترمنځ اړیکي لا هم پراخي سوې، ځکه چي افغانستان په جغرافيایي لحاظ د هغو لارو پر سر پروت دئ، چي د دې طرحي له مخي رامنځته کېږي او چین په تجارتي لحاظ له نورو هیوادونو سره وصلوي (په لومړیو وختونو کي افغانستان د دې طرحي برخه نه وو، خو په ۲۰۱۷م کال کي چینایانو افغانستان هم په دې طرحه کي شامل کئ). څنګه چي چین د افغانستان خراب وضعیت د ځان او خپلو طرحو (BRI) په ګټه نه باله (او نه بولي)، نو له همدې مودې (۲۰۱۳م کال) راپدې خوا ئې د افغانستان د سولي په پروسه کي خپل فعالیتونه عملاً را پيل او زیات کړي دي. تر دا ګړیه چین په افغانستان کي د سولي له پروسې سره د مرستي په موخه د طالبانو په ګډون له افغان حکومت، پاکستان، هند، روسيې، او امریکا سره ګڼ شمېر ناستي کړي دي. چین د خپل نفوذ څخه په استفاده، چي پر پاکستان او طالبانو ئې لري، څو واري توانېدلی دئ چي د افغان حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ د ناستو زمینه برابره کړي، چي په ۲۰۱۵م کال کي د اورمچي (چین) او مري (پاکستان) ناستي ئې د یادوني وړ دي. د افغان سولي له پاره د چین هڅي د ستایني وړ دي او د دې هڅو یوه مثبته نتیجه په تېر اختر کي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ درې ورځنی اوربند دئ.
په هر صورت، دا چي ولي چین په افغانستان کي د سولي له پاره هڅه کوي؟ د افغانستان سوله او ثبات د چین له پاره څه اهمیت لري؟ په افغانستان کي بې ثباتي پر چین کومي اغېزي لرلای سي؟ او تر دا ګړیه چین د افغان سولي له پاره کومي هڅي کړي دي؟ دا او دې ته ورته نوري پوښتني هغه پوښتني دي، چي د افغان سولي په وړاندي موږ ته د چین هیواد موقف په ښه توګه واضح کولای سي.
په دې لیکنه کي یوازي پر دې موضوع بحث کوو، چي په افغانستان کي سوله او ثبات چین ته څه اهمیت لري یا ولي چین د افغان سولي پروسې سره مرسته کوي او د افغانستان بې ثباتۍ پر چین کومي اغېزي لرلي دي او یا ئې ممکن ولري؛ نو له اړوندو موضوعاتو څخه په لاندي ډول یادونه کولای سو:
یو: چین په افغانستان کي د امریکا له نظامي حضور سره موافق نه دئ او د امریکا دا حضور د ځان په خیر نه ګڼي. د امریکا متحده ایالات د افغانستان په شمول، په جاپان، جنوبي کوریا، فلیپین، ټایلنډ، چین ته نژدې آزادو اوبو او نورو ټاپوګانو کي نظامي حضور لري، چي په یو ډول ئې چین په نظامي لحاظ محاصره کړی دئ. چینایانو ته د خپل قلمرو پر شا و خوا د امریکا نظامي آډې د منلو نه دي او دا نظامي آډې د چین د ملي امنیت له پاره هر اړخیز خطر ګڼي. (دې موضوع ته امریکايي څېړونکي، جیفري ریویس په خپله مقاله کي “Does China’s Afghan Foreign Policy Constitute a Grand Strategy?” چي په ۲۰۱۰ کال کي خپره سوې، هم اشاره کړې ده). چین پخوا هم پر افغانستان باندي د شوروي له یرغل سره په همدا خاطر مخالف وو او نه ئې غوښتل چي د شوروي په محاصره کي پاته سي (البته په هغه وخت کي د چین د مخالفت دلایل نور هم دي، خو له مهمو دلایلو ئې یو دا وو، ځکه شوروي اتحاد د شمالي کوریا په ګډون د جنوب ختیځي اسیا په غریبو هیوادونو کي هم خپل فوق العاده نفوذ درلودئ). نن هم چین د امریکا له نظامي حضوره په همدا خاطر د خطر احساس کوي او هڅه کوي په افغانستان کي د امریکا نظامي حضور پای ته ورسېږي، ترڅو چین له دې نظامي محاصرې څخه تر یوې اندازې ځان خلاص کي. خو په افغانستان کي بیا بې ثباتي او د سولي نه شتون د دې سبب کېږي، چي په افغانستان کي د امریکا نظامي حضور او د امریکا په توسط د چین محاصره دوام پيدا کي؛ نو ځکه چین په افغانستان کي د سولي او ثبات له پاره هڅه کوي، تر څو همدا احتمالي یا واقعي خطر (په افغانستان کي د امریکا نظامي حضور) له ځانه دفع کړي.
دوه: د چین حکومت د شینجینګ (سینکیانګ) ولایت پر امنیت او ثبات باندي د افغانستان د اوسني وضعیت له اغېزو سخت اندېښمن دئ. دوی په دې باور دي، چي په شینجینګ کي د ختیځ ترکستان اسلامي تحریک (ETIM) په افغانستان کي له نورو جهادي ډلو او تروریستي ګروپونو سره اړیکي لري او د دوی په وینا ETIM د يادو تروریستي ډلو په مرسته په دې هڅه کي دئ، چي د شینجینګ او په مجموع کي د چین امنیت له ګواښ سره مخ کړي. چینایانو د طالبانو د حکمرانۍ پر مهال هم له طالبانو غوښتي وه، تر څو له هغو ډلو سره چي د چین پر ضد فعالیت کوي مرسته و نه کړي. طالبانو په هماغه وخت کي و چنیایانو ته ډاډ ورکړی وو، چي د افغانستان خاوره به د هیڅ خارجي هیواد پر ضد و نه کارول سي او دوی به له خپلو همسایه ګانو سره د حسن نیت له مخي اړیکي پالي. تر طالبانو وروسته د نوي حکومت په رامنځته کېدو سره هم چینایانو له افغان حکومت سره په دې ارتباط خپلي اندېښنې شریکي کړي دي. خو له بلي خوا په افغانستان کي د داعش ډلي تر راپيدا کېدو وروسته، د چین او خاصتاً د شینجینګ د امنیت په ارتباط د چینایانو اندېښنې هغه مهال لا هم ډېري سوې، کله چي د ۲۰۱۴م کال د جولای پر ۴ د داعش ډلي پخوانی مشر ابوبکر البغدادي په یوه اعلامیه کي وویل، چي”د مسلمانانو حقوق په چین، هند او فلسطین کي په شدت سره تر پښو لاندي کېږي“ او د دې هیوادو مسلمانانو ته ئې په خطاب کي وویل ”ستاسي وړونه د نړۍ په ګوټ ګوټ کي ستاسو د ژغورني له پاره انتظار باسي. “نو ویلای سو، چي چین ته په افغانستان کي سوله، امنیت او ثبات له دې بابته هم اهمیت لري، تر څو د شینجینګ او په مجموع کي د چین امنیت ته هر احتمالي یا واقعي خطر له منځه ولاړ سي؛ نو په همدې خاطر چین هڅه کوي، تر څو په افغانستان کي سوله، امنیت او ثبات برقراره سي.
درې: په افغانستان کي بې ثباتي او د امنیت نه شتون د دې سبب سوی دئ، چي د مخدره موادو کښت او قاچاق هم پکښي په لوړه کچه وده وکي. په افغانستان کي د تولید سوو مخدره موادو یو قرباني هم د چین هیواد دئ. که څه هم تر ډېره پوري چین ته د مخدره موادو قاچاق د برما، لاوس او ټایلنډ/ویتنام هیوادونو (The Golden Triangle) له لاري صورت نیوئ او نيسي، خو په دې اخرو کلونو کي د يادو هیوادونو لخوا د مخدره موادو د کنټرول په برخه کي د منظمو پالیسیو د تطبیق او په افغانستان کي د مخدره موادو د زیات تولید له کبله د افغانستان، ایران او پاکستان (The Golden Crescent) له لاري د مخدره موادو قاچاق هم وده کړې ده. چینايي څېړونکی Huang Dekai په خپله یوه مقاله کي (The Present Situation and Prospect of Anti-drug Cooperation between China and Afghanistan)، چي تېر کال په مارچ کي خپره سوې لیکي، چي د افغانستان څخه قاچاق سوي مخدره توکي په چین کي د کارېدونکو مخدره موادو ۱۵-۲۰ سلنه برخه جوړوي. بل چینايي څېړونکی (Zhao Huasheng) بیا د چینايي چارواکو له قوله لیکي”په افغانستان کي تولید سوي مخدره مواد د پاکستان او مرکزي اسیا له لاري لومړی شینجینګ او بیا د چین نورو برخو ته قاچاق کېږي او لومړني قربانیان ئې هم د شینجینګ اوسېدونکي دي. دی زیاتوي، چي همدا د مخدره توکو د قاچاق عواید دي، چي په شینجینګ او نورو سیمو کي تروريستي ګروپونه ورباندي تمولېږي. “نو په همدې خاطر چین هڅه کوي، تر څو په افغانستان کي د سولي او امنیت په برقرارولو سره د مخدره توکو له قاچاق او د دوی په وینا له تروریستي فعالتیونو څخه ځانونه خوندي کړي.
څلور: په افغانستان کي نا امنۍ او بې ثباتۍ نه یوازي پر چین باندي منفي اغېزي شیندلي دي، بلکي پر سیمه او خاصتاً د مرکزي اسیا پر هیوادونو ئې هم خپل خاص اثرات پرې ايښي دي، چيري چي د مرکزي اسیا درې ګاونډي هیوادونه له چین سره تقریباً ۳۳۰۰ کیلومتر ګډ سرحد لري. که څه هم د مرکزي اسیا هیوادونه په امنیتي لحاظ ځانته خپلي اندېښنې لري، خو افغانستان لا هم د مرکزي اسیا د هیوادونو له پاره د یوه خارجي بې ثباته کوونکي فکټور په توګه پاته دئ. که چيري په مرکزي اسیا کي وضعیت خراب سي، نو دا مستقیماً د شینجینګ پر امنیت او ثبات باندي اغېز پرې باسي؛ ځکه چین نه سي کولای د مرکزي اسیا د دریو ګاونډیو هیوادونو سره خپل پراخ سرحد، چي له ډېر برخو ئې روزمره په زرهاوو خلک تګ او راتګ کوي، په اسانۍ سره کنټرول او یا ئې وتړي. د چینايي څېړونکي (Zhao Huasheng) په باور،”که چیري په مرکزي اسیا کي بې ثباتي خپره سي او حکومتونه خپل کنټرول دلاسه ورکړي، نو دا به د چین اقتصادي امنیت او خاصتاً د تیلو او ګازو د پایپلاینونو امنیت له ګواښ سره مخامخ کړي. که چیري نسبتاً په پراخ نظر ورته وګورو، نو ویلای سو چي مرکزي اسیا و لوېديځ (اروپا) ته د چین د تګ یا د ورېښمو د لار دروازه ده. که چیري مرکزي اسیا بې ثباته سي، نو د چین BRI د طرحي بریالي کېدل به ستونزمن او یا شاید ناممکنه سي. “په همدې اساس ویلای سو، چي د چین BRI د طرحي بریالي کېدل یو باامنه، باثباته، سوله ایز او په اقتصادي لحاظ پرمختللی او په ځان متکي افغانستان غواړي، نو ځکه چینایان هڅه کوي، تر څو په افغانستان کي سوله او ثبات قایم سي.
پنځه: د ځینو پوهانو په باور په افغانستان کي سوله او ثبات په اقتصادي لحاظ د چین له پاره اهمیت لري، ځکه چین يوازي په يوه باامنه او باثباته افغانستان کي خپلي اقتصادي ګټي لاسته راوړلای سي. په اقتصادي لحاظ د چین تمرکز تر ډېره د انرژۍ پر تحفظ او امنیت باندي دئ او د دې دپاره، چي وکولای سي په انرژۍ پوري خپلي تړلي ګټي لاسته راوړي، ځیني طرحي ئې د انرژۍ د انتقال پر شبکو او پایپلاینونو باندي رامنځته کړي دي. چین دا طمعه لري، ترڅو جنوبي اسیا د افغانستان د لاري د مرکزي اسیا د انرژۍ له شبکو سره وصل کړي، یعني افغانستان د یوه ارتباطي پل په توګه د مرکزي او جنوبي اسیا د انرژۍ له شبکو سره وصل سي. له بلي خوا په افغانستان کي ثبات د چین له پاره په دې خاطر هم مهم دئ، ترڅو چین وکولای سي په افغانستان کي د انرژۍ او د کانونو د استخراج په برخه کي سرمایه ګذاري وکړي. لکه د مس عینک کان، چي په ۲۰۰۷م کال او د فاریاب او سرپل د ګاز او تیلو د استخراج قرارداد، چي په ۲۰۱۱م کال کي چینایانو ته ورکول سوي دي، خو بدبختانه د امنیت د خرابوالي او نورو مشکلاتو په سبب تر اوسه په دې برخه کي د چینایانو لخوا سرمایه ګذاري نه ده سوې او یا پر نیمايي پاته دي (د مس عینک قرار داد په ۳.۵ میلیارډ ډالرو باندي د ۳۰ کلونو له پاره ورکول سوی دئ. که ئې پانګونه وسي تقریباً لسو میلیارډو ته رسېږي؛ د دې ترڅنګ ۴۵۰۰ مسقیم، ۷۶۰۰ غیر مستقیم او ۶۲۰۰۰ کومکي یا هڅوونکي (Induced Jobs) کاري فرصتونه رامنځته کوي). نو ویلای سو، چینایان د دې له پاره چي په افغانستان کي خپلو اقتصادي موخو ته ورسېږي او د یادو قراردادونو له اجراء څخه عاید لاسته راوړي، هڅه کوي ترڅو په افغانستان کي سوله او امنیت رامنځته سي.
شپږ: چین د نورو هیوادونو ترڅنګ له هند سره په سیمه او خاصتاً په افغانستان کي هر اړخیزه سیالي لري؛ خو په دا تېرو دوو لسیزو کي د چینایانو د توقع برخلاف په افغانستان کي د نا امنۍ او د امریکا د نظامي حضور له وجهي د هند هر اړخیز نفوذ ورځ تر بلي مخ پر زیاتېدو وو او دئ. چینایانو ته په خپل ګاونډ کي د هند د نفوذ زیاتېدل په هیڅ وجه د منلو وړ نه دئ او هڅه کوي، تر څو په اقتصادي او سیاسي لحاظ د هند د نفوذ مخه ونیسي او یا حد اقل په دې برخه کي د ځان په ګټه بېلانس برابر کړي. چینایان هڅه کوي د سرمایه ګذارۍ او نورو اقتصادي فعالیتونو په وسیله په افغانستان کي خپل نفوذ پراخ کړي او په دې توګه د خپلو سیالانو د نفوذ د پراخېدو مخه ډب کړي؛ خو چینایان نه سي کولای د افغانستان په اوسنیو شرایطو کي له خپلو سیالانو سره هر اړخیزه مثبته سیالي وکړي، نو ځکه دوی په افغانستان کي د سولي له پروسې سره مرسته کوي، تر څو په افغانستان کي نا امني، بې ثباتي او د امریکا نظامي حضور پای ومومي او دوی وکولای سي، د امنیت او سولي تر ټینګښت وروسته خپلو اقتصادي فعالیتونو ته په ارام زړه دوام ورکړي او په دې توګه د خپلو سیالانو د نفوذ د پراخېدو مخه ونیسي.
په پای کي ویلای سو، چي چین په سیمه کي هغه هیواد دئ، چي خپلي هر اړخیزي ګټي په یوه سوله ایز افغانستان کي ویني او هڅه کوي، چي په سیمه او خاصتاً په افغانستان کي د خپلو اقتصادي او سیاسي ګټو د ترلاسه کولو له پاره په افغانستان کي سوله او امنیت برقرار کړي. له بلي خوا که چيري د افغان سولي په پروسه کي و چینایانو ته د دریمګړي په توګه ترجیح ورکول سي، نو دا به په افغانستان کي د سولي له پاره په څو دلایلو مثبتي پایلي ولري. ۱) چین سره له دې چي له افغان حکومت سره نژدې او صمیمانه اړیکي لري، له طالبانو سره هم نژدې اړیکي پالي او هغوی د یوې ورانکاري ډلي په توګه نه، بلکي د یوې سیاسي ډلي په توګه په رسمیت پېژني. ۲) چین له پاکستان سره سټراټیژيکه ملګرتیا لري او کولای سي پر پاکستان باندي د خپل نفوذ او ملګرتیا څخه په استفاده پاکستان په افغانستان کي د سولي له پروسې سره و رښتیني همکارۍ ته وهڅوي. ۳) چین له ایران سره پراخ اقتصادي روابط لري او کولای سي له خپل دغه اقتصادي نفوذ څخه په استفاده ایران دې ته وهڅوي، چي د افغان سولي پروسه له خنډ سره مخ نه کړي. ۴) چین تر هر بل هیواد په افغانستان کي د سولي طرفدار دئ، د سولي په برخه کي د چین حسن نیت له دې کبله دئ، چي په افغانستان کي د وضعیت هر ډول خرابوالی په راتلونکي کي د ځان په تاوان بولي.
له حوصلې مو مننه!
ممتازالدین ممتاز – کندهار پوهنتون