پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهد امریکا سفارت: افغانستان کې د فساد په اړه زیاتې مبارزې ته...

د امریکا سفارت: افغانستان کې د فساد په اړه زیاتې مبارزې ته اړتیا ده

تاند، یکشنبه، د سرطان ۸مه: په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر راس ویلسن د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د نړیوال شفافیت د راپور په اړه ویلي دي چې په افغانستان کې فساد لا هم د پرمختګ په لاره کې خنډ دی او افغانستان اړتیا لري چې په دې اړه زیات څه تر سره کړي.

نوموړي په یوه ټویټ کې زیاته کړې ده چې شفافیت د حکومتولۍ لپاره یو بنسټیز اصل دی ځکه شفافیت له فساد څخه مخنیوی کوي.

ده زیاته کړې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۰ کال د نړیوال شفافیت راپور هغه ټکي را په ګوته کوي چې کوم هیوادونو په دې برخه کې لږ څه تر سره کړي دي، افغانستان هم د هغو هیوادونو له ډلې څخه دی چې په دې برخه کې زیات څه تر سره کولو ته اړتیا لري: ((له همدې امله فساد لا هم د هغه مانع په ډول شته دی چې د هیواد د ځواکمنتیا په لاره کې خنډ دی. ))

نوموړي پر افغان حکومت، خصوصي بنسټونو، رسنیو، غیر دولتي بنسټونو او مدني ټولنو غږ کړی دی تر څو په حکومت کې د فساد ځایونه وپېژني، مبارزه ور سره وکړي او د ښیرازۍ لپاره موقع را منځته کړي.

دا په داسې حال کې دي چې په دې شپو ورځو کې هیواد د کورونا ناروغۍ لمن پراخه شوې ده او ور سره د فساد په اړه له هر لوري آوازونه را پورته کیږي.

1 COMMENT

  1. مخکی د امریکا له راتګ څخه افغانستان دومره په فساد کی ښکیل هیواد نه وو یعنی ددی امریکا او ټولو نړیوال حضور همدی فساد زمینه برابره کړ او غرب څخه راغلی چی زیاتره فساد کی ماستریان لری د دوی له لوری د آزاد بازار یا آزاد رقابت په نوم یی دلته مخکینیو پرمختګونه د مخ ډب کولو لپاره وکارول یعنی په یوه دولتی اداره یی د یوی دندی لپاره څو ارګانونه جوړ کړل، څارنوالی، مبارزه به فساد اداری ، جرایم سنګین، ملی شورا د تفتیش اداره او همدارنګه د اداره امور د تفتیش لویه اداره یعنی دادی معنا ورکوی چی اصلی مرجع ورکه ده چی دا دومره مجرمین او مفسد چارواکی خلاصی تڼی ګرځی او همدا امریکا او نړیواله ټولنه له همدی مفسدو څیرو سیاسی او مالی او نظامی ملاتړ کوی مګر بیا وایی چی افغان دولت د فساد په وړاندی هیڅ ندی کړی تاسی وګوری چی همدا مفسد چارواکی چی اشرف غنی او عبدالله په ټیم کی شتون لری هره ورځ د برتانیی او امریکا او روسیی سفارت منډی نه وهی او له دوی څخه نوی برنامه او طرحی د ولس بربادی لپاره نه جوړی او ترینه ګټه نه اخلی

    فساد په شعار بلکی په عمل کیږی همدا دولت دی نوی شخص ته چی په هیڅ شته ګوند او دولتی چارواکی او طالب او مخکنیو مجاهد او کمونست پلوه رژیم پوری تړلی نه وی د یو کال لپاره ټولی چاری وسپاری بیا ګوره فساد په یوه میاشت له افغانستان کډه کوی کنه

    له دی معلومه شوه چی د امریکا لاسوهنه او برتانیی نوی ډیزاین کړی برنامی او پاکستان ته د افغانستان په چارو لاسوهنی لپاره اجازه ورکول پخپله له فساد سره ملګرتیا ده

    سمه ده چی ځینی چارواکی به مفسد وی آیا همدا چارواکی له غرب راغلی که له بله هیواده آیا همدا مفسد چارواکی د مخکینو ۷ یا ۸ ګانه جنګی ډلو ټپلو پاتی شونکی ندی؟
    آیا پاکستان او ایران له همدی مفسدو چارواکو سره ګرمی او نیکی اړیکی نه لری؟
    آیا د امریکا سفارت سیاسی او مالی ملاتړ نه کوی؟
    آیا برتانیه یی سیاسی او نظامی ملاتړ نه کاوو او نه یی کوی؟
    آیا روسیه مخکی لدی له همدی مفسدو او غلو ډلو ټپلو سره نیکی اړیکی نه درلودی؟
    آیا همدی طالبانو چی له کندهار راغلل او همدی مفسدو کسانو ته یی شر او فساد ډله نه ویل او پاکستان استخباراتی مشر جنرال حمیدګل ورسره میلمستیا نخوړله او پخپله یی ونه ویل چی عبدالله د مسعود په مهمانخانه کی زما خیال ساته؟

    همدا ملاعمر او ملامنصور او هیبت الله او ملا برادر په پاکستانی پاسپورت او تذکری باندی په پاکستان کی ژوند نه کوی او بهرنی سفرونه نه کوی؟

    همدی ګلبدین او سیاف، عبدالله ، مسعود، ربانی، محقق او خلیلی او محمد نبی، مولوی خالص او حقانی ډلی موسس د همدی پاکستان په ښکلو او رنګینه ښارونو کی ژوند نه کاوو او هر څه د نورو پاکستانیو څخه زیات ورته محیا نه وو؟

    همدا اوسنیو طالب مشرانو ته چی ځانونه د کوټی شورا او پیښور شورا مشران او نظامی چارواکی ځانونه بولی ټول د ژوند آسانتیا ورته برابری ندی او پدی باندی امریکا استخبارات او امریکا پوځ او امریکا کانګریس او نړیواله امنیت شورا او ملګری ملتونه خبر ندی او همدا چین او روسیه خبر نده؟
    هند او افغانستان چی د پاکستان له همدی ډلو ټپلو په تنګ راغلی او ټولو پورتنی هیواد یی غږ او ولی د پاکستان په وړاندی چوپه خوله دی ولی پاکستان په جګ آواز نه وایی چی څه کوی ، هر کار او هر عمل یو حد لری تا ولی لدی حده سرکشی شروع کړی لدی معلومیږی چی ټول (امریکا، برتانیه ، روسیه او چین ) له پاکستان او ایران سره همغږی دی چی څه کوی دوی ورته شاباسی ورکوی چی بهترینه تحفه د خلیلزاد د سولی تړون دی چی افغان دولت ته یی هیڅ اهمیت ورنکړ او په خپل سر یی ټول افغانستان پاکستان ته په تحفه کی ډالی کړ او ټولی نړی ورته بریالی تړون نوم ورکړ مګر که موږ افغانان په دی اور کی سوځیږو خو همدا پاکستان به هم را سره سوځیږی او یوه ورځ به همدا پاکستان او ایران هم راسره په دی ګرم تنور ددی اور څکه کوی او ددی درد به دوی هم انشاء الله احساس کوی ځکه افغانانو دا ۴۰ کاله کیږی دی پاکستان د آزار لاس پورته کړی چی ددی ښیرا نتیجه لاسته راځی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب