پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهد ارزګان پر مرکز ترینکوټ د طالبانو لوی برید شاته تمبول شوی...

د ارزګان پر مرکز ترینکوټ د طالبانو لوی برید شاته تمبول شوی دی

تاند، یکشنبه، د سرطان ۸مه: د ارزګان سیمه ییز چارواکي وایي، پر ترینکوټ ښار يې د وسله والو طالبانو برید شاته تمبولی دی،خو د پوليسو یو لوړ پوړی منصبدار د جګړې پر مهال وژل شوی دی.

چارواکي وایي، تېره شپه ۹ بجې د ترینکوټ ښار پر امنیتي کمر بند وسله والو ډله ییز برید کړی چې تر سهار پورې يې دوام در لود.

د ارزګان د والي ویاند زړګی عبادي وایي، د افغان امنیتي قواو له لوري د وسله والو یاده حمله پر شا تمبول شوې او په وینا یې په جګړه کې دواړو خواو ته تلفات اوښتې ده: “تیره شپه د ښار په ختیځ او لوېدیځ کې د افغان قواو پر مرکزونو وسله والو بریدونه وکړل چې له ماتي سره مخ شول پدې کې ۲ تنه وسله وال برید کوونکي طالبان وژل شوي او ۵ تنه نور ټپیان دي دغه راز د شاهراه د کنډک رئیس ارکان سمونمل ابراهیم جان وژل شوی او ۷ پوليس نور ټپیان شوي.”

خو د ارزګان یوه لوړي پوړي امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې وسله والو طالبانو د ترینکوټ ښار په لوېدیځ کې د صوفیانو او په ختیځه برخه کې د نچین پر کمربندي پوستو بریدونه د دې لپاره کړي چي ترینکوټ ښار ته د ننوتلو لار ځان ته پرانیزي.

له تیرو ۲ اونیو راهیسې پر ترینکوټ ښار د وسله والو طالبانو د بریدونو اوازې زیاتې شوي او د سیمې لسګونه کورنۍ هم د جګړو له وېرې له خپلو سیمو څخه کډوال شوي.

د ترینکوټ ښار د تالاني، زاو، چنارک، ګوګرک او ځينو نورو سیمو اوسیدونکي وايي چې وسله والو طالبانو د جګړې د پيل په موخه د خپلو سیمو د پرېښودلو خبرداری ور کړی دی.

په ورته وخت کې د ارزګان د مدني ټولنې غړي وايي چې د دې ولایت د مرکز امنیتي حالت د اندېښنې وړ دی او که حکومت د ترینکوټ ښار امنیتي حالت ته پام زیات نه کړي ممکن دا ولایت د سقوط له ګواښ سره مخ شي.

خو د ارزګان امنیه قومندان سمونوال شفیق الله سهار وايي چې افغان امنیتي ځواکونه د ترینکوټ ښار لپاره خپل تدابیر لري او د هر ډول ګواښ مخنیوی به وکړي:”پدې وروستیو کې کومي خبرې چې تاسي اوری دا د وسله والو تبلغاتي جګړه ده امنیتي ځواکونه پوره چمتوالی لري او د هر ډول ګواښ جواب ته چمتو دي.”

څلور کاله وړاندې هم د ارزګان مرکز ترینکوټ د سقوط له ګواښ سره مخ شوی چې وروسته د بهرنیو ځانګړو ځواکونو یوه ډله هم د ترینکوټ په هوايي ډګر کې ځای پر ځای شوه، خو یاد بهرني ځواکونه پنځه میاشتې وړاندې له ترینکوټ ښار څخه وتلي دي.

خپله وسله والو طالبانو د ارزګان د تیرې شپې د جګړې په اړه هم کومه تبصره نه ده کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب