پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهاروپایې ټولنه: د طالبانو وروستي بریدونه غندو

اروپایې ټولنه: د طالبانو وروستي بریدونه غندو

تاند، یکشنبه، د سرطان ۸مه: د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي رونالډ کوبیا د طالبانو لخوا وروستیو بریدونو ته او د تاوتریخوالي په زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.

د افغانستان لپاره د دغي ټولنې استازي رونالډ کوبیا په خپله ټوېټر پاڼه د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو د وزیرانو او بهرنۍ تګلارې د مشرانو د ګډې اعلامیې هغه برخه خپره کړې ده چې په کې د طالبانو وروستي بریدونه غندل شوي دي.

په اعلامیه کې لیکل شوي دي، چې د دوحې له تړون وروسته افغانستان کې د تاوتریخوالي ډېرېدل او د طالبانو لخوا بریدونه د منلو نه دي او دا بریدونه یې د تړون خلاف بللي دي، دوی په اعلامیه کې اندېښنه ښودلې ده چې روان تاوتریخوالی بین الافغاني خبرو په اړه لیدلوری کمزوری کولای شي.

دا په داسې حال کې ده چې اروپایي ټولنې له دې وړاندې د مۍ میاشتې په ۲۹مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دایمي اوربند غوښتنه کړې وه او  له  افغانستان سره یې د خپلو مرستو ډاډ ورکړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب