پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهسرپل کې د طالبانو د تش په نوم دفاع وزیر پر لویه...

سرپل کې د طالبانو د تش په نوم دفاع وزیر پر لویه غونډه برید شوی

تاند، یکشنبه، د سرطان ۸مه: په شمالي ولایت سرپل کې نظامي سرچینې وايي، د سوزمه قلعه ولسوالۍ د کټه کلا په کلي کې یې د طالبانو پر یوه لویه غونډه هوایي برید کې د دغې ډلې لوړ پوړې کسان وژلي دي.

په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو پر خپل رسمي فیسبوک لیکلي چې په دې غونډه کې د طالبانو د تش په نوم دفاع وزارت مرستیال ملا مزمل هم ګډون درلود.

د سوزمه قلعه ولسوال صبغت الله پهلوان زاده بیا وایي، چې د برید لاندې راغلی کلی د طالبانو په کنټرول کې و او دغلته د طالبانو د شمالي سیمو د مشرانو لوی مارش او غونډه په نښه شوې ده.

هغه وویل چې له برید وروسته د دې سیمې لار د خلکو او موټرو د تګ راتګ پر مخ تړل شوې او طالبانو سیمې ته په ورتلونکو موټرو برید کړی دی.

ښاغلي پهلوان زاده زیاته کړه چې په سیمه کې د مخابراتو شبکه هم قطع شوې او د طالبانو د تلفاتو شمیر معلوم نه دی نه هم د ملا مزمل د برخلیک په اړه هیڅ معلومات نه لري چې د راپورونو له مخې په دې ناسته کې یې برخه اخیستې وه.

د سرپل د والي ویاند ، ذبیح الله اماني که څه هم د برید پخلی وکړ او زیاته یې کړه ، چې د طالبانو لویه غونډه تیره شپه د کټه کلا په کلي کې جوړه او په نښه شوې خو د تلفاتو د شمیر په اړه یې فقط همدومره وایي، چې طالبانو ته درنه مرګژوبله اوښتې.

طالبانو بیا په دې تړاو څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب