پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهسږ.کال له ایران او پاکستان څخه ۳۸۰ زره افغانان راستانه شوي دي

سږ.کال له ایران او پاکستان څخه ۳۸۰ زره افغانان راستانه شوي دي

تاند، یکشنبه، د سرطان ۸مه: د  کډوالو چارو وزارت وايي، د سږ.کال له جنورۍ تر اوسه شاوخوا۳۸۰زره افغان کډوال له ايران او پاکستان څخه هېواد ته راګرځېدلي دي.

د وزارت مسوولین زیاتوي چې له راستانه شویو کډوالو سره د روغتیايي اسانتیاو او سفريې په برخه کې مرستې شوې دي.

د ياد وزارت وياند عبدالباسط انصاري تاند ته وايي، له دې ډلې ۵۵ زره له پاکستان او پاتې نور یې له ايران څخه راګرځېدلي دي.

نوموړی زياتوي، ډېر کډوال په خپله خوښه هېواد ته راغلي دي خو لا هک شاوخوا ۲،۴ ميليونه افغانان په پاکستان او ۲،۵ ميليون بيا ايران کې کډوال دي.

دی ټينګار کوي چې په ايران، پاکستان او يو شمېر نورو هېوادونو کې شاوخوا ۱۰۰تنه افغان کډوال د کورونا له امله مړه شوي چې په وینا یې د دغو تلفاتو ډېره شمېره په ایران کې ده: (( د ۲۰۲۰م کال په لومړۍ میاشت څخه تراوسه ۳۸۰زره افغان کډوال له بېلابېلو هېوادونو څخه راستانه شوي دي او ۵۵زره یوازې له پاکستان څخه راستانه شوي دي))

بل لور ته د نظر خاوندان بيا د کډوالو بېرته راستنېدل مثبت ګام بولي، خو اندېښنه څرګندوي چې حکومت ورته اړینې اسانتیاوې نه‌دي برابرې کړې.

د یادونې ده چې په افغانستان کې د کډوالو ماموريت نړيوال سازمان یا ای او ایم په خپل اوونیز راپور کې چې د روانې جون مياشتې له ۱۴مې تر ۲۰مې خپور شوی ویلي چې د روان ميلادي کال له پيل څخه تر دې دمه ۳۳۹ زره او ۸۷۱ تنه له ايران او پاکستان څخه بېرته راګرځېدلي دي.

په راپور کې راغلي چې له ایران څخه ۳۳۷ زره او ۸۷۱ تنه او له پاکستان څخه ۱۸۷۱ تنه راغلي دي.

په راپور کې ويل شوي چې له پاکستان څخه ډېر شمېر کډوال د تورخم او ايران څخه بيا د اسلام قلعه بندر له لارې راستانه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب