شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهد ټرمپ له خوا د نیویارک ټایمز د راپور له ردېدا سره...

د ټرمپ له خوا د نیویارک ټایمز د راپور له ردېدا سره سره انتقادونه دوام لري

تاند (یکشنبه، د سرطان ۷) په داسې حال کې چې د نیویارک ټایمز د راپور له خپرېدو وروسته د امریکا پر ولسمشر ډانلډ ټرمپ انتقادونه په زیاتېدو دي، ده او سلاکارانو یې دا راپور رد کړ.

ولسمشر ترمپ دا خبره رد کړه چې ګنې ده ته ویل شوي و چې د امریکايي پوځیانو د وژلو پر سر د روسیې له لوري طالبانو ته انعام ټاکل شوی و.

د جمعې په ورځ نیویارک ټایمز ورځپاڼې د استخباراتي سرچینو په قول ویلي و چې د روسیې یوې استخباراتي ډلې تېر کال طالبانو ته د دې لپاره چې په افغانستان کې د امریکا او ناټو پوځیان ووژني، د انعام په توګه د پیسو وړاندیز کړی و او طالبانو د انعام یوه اندازه پیسې وروسته له دې ترلاسه کړې چې د نړیوالو ځواکونو پر ضد یې بریالي بریدونه وکړل، خو دا څرګنده نه ده چې په هغو ۲۰ تنو امریکايي سرتېرو کې چې تېر کال په افغانستان کې ووژل شول، د کوم یوه وژل کېدا د روسیې له عملیاتو سره تړاو لري او که نه.

ولسمشر ټرمپ له نیویارک ټایمز څخه غوښتي چې خپله سرچینه وروښيي.

نیویارک ټایمز لیکلي و چې د امریکا استخباراتي مامورینو په دې اړه معلومات ورکړي دي.

د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي ريیسې کېلیګ مک ایناني د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د جمعې د ورځې (جون ۲۶) راپور ته په اشارې وویل، نه ټرمپ او نه مایک پینس ته د روسیې د استخباراتو له لوري طالبانو ته د انعام ورکولو د ادعا په اړه چا معلومات ورکړي دي.

د امریکا پخواني مرستیال ولسمشر جو بایډن په دې راپور باندې په غبرګون کې پر ولسمشر ټرمپ انتقاد وکړ چې ولې یې اقدام نه و کړی.

بایډن وویل، د دې خبر افشا بوږنوونکې ده، که دا رښتیا وي او ټرمپ هم له هغه څخه له میاشتو راهیسې خبر و، نو ولې یې څه نه دي کړي.

بایدن د امریکا د سږ کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره د دیموکرات ګوند کاندید دی.

امریکا: روسي استخباراتو طالبانو ته پیسې ورکړي

د امریکا د کانګریس په استازو جرګې کې، چې دیموکراتان پکې اکثریت دي، د جمهوریپال ګوند مشرې لیز چیني له سپينې ماڼۍ څخه د نیویارک ټایمز د راپور په اړه د توصیحاتو غوښتنه وکړه.

اغلې چیني، چې په کانګریس کې د جمهوریپال ګوند یوه له درو مهمو غړیو څخه ده، پر خپله ټویټرپاڼه کښلي«که د دې مسلې په اړه راپور دقیق وي، د ټرمپ حکومت ته پکار ده چې د استخباراتو او د خپل عکس العمل په اړه یو شمېر پوښتنو ته ځواب ووايي.»

دې همداراز ویلي چې باید د دې مسلې په اړه نور معاومات ورکړل شي. د نیویارک ټایمز دا راپور د روسیې د بهرنیو چارووزارت او طالبانو رد کړ.

د ولسمشر ټرمپ ترڅنګ د ده مرستیال مایک پینس هم دا موضوع رد کړې ده. ده پر خپله ټویټرپاڼه کښلي «په افغانستان کې د روسانو له لوري زموږ پر پوځیانو په اصطلاح د حملې په اړه هیچا ما ته څه نه دي ویلي او نه چا معلومات په دې اړه راسره شریک کړي…»

پینس دا هم ویلي چې هر څوک دا مسله ردوي او هیڅوک د روسیې په وړاندې د ټرمپ د حکومت په شان سخت دریځ نه لري.

ده د ولسمشر ټرمپ انتخاباتي سیال جو بایډن او پخواني ولسمشر بارک اوباما ته پېغور ورکړی چې د حکومت په موده کې یې روسیې د اوکراین ځینې مهمې برخې له خپلې خاورې سره یوځای کړې.

بایډن د اوباما مرستیال و او روسیې هغه مهال چې په امریکا کې اوباما ولسمشر و، د اوکراین کریمیا ټاپو له خپلې خاورې سره یوځای کړ.

په ۲۰۱۹ م کال په افغانستان کې ټولټال ۲۰ امریکايی پوځیان وژل شوي خو دا څرګنده نه ده چې د دغو پوځیانو له منځه د څو تنه وژل کېدا له هغه انعام سره تړاو لري چې د نیویارک ټایمز د راپور له ادعا سره سم روسانو طالبانو ته منلی دی.

1 COMMENT

  1. د انعامونو موضوع کښي باید د خلیلزاد څخه پوښتنه وشی چی ایا نوموړی پدی برخه کښي د روسانو او طالبانو تر مینځ څه ډول رول لوبولۍ دی ؟ خلیلزاد ته ډالر تر هر څه زیاتره اهمیت لری هغه چی په افغانستان ملت باندی د تباهی معاملی کړیدی نو لیری ندی چی همداسی چټله معامله ئي د امریکا عسکرو وژلو پلان کښي د شریکیدو هم انتظار لرلۍ شی ځکه هغه ته د مور اوپلار هیواد اندکترین اهمیت نه درلود او نه ئي لری همداسی هغه ته دامریکا ملت کمترین اهمیت نلری نوموړۍ د ډالرو بیماری لری او داسی بیمار مکروب وحشی ترمپ د صلحی پروګرام ته ټاکلۍ دی دوی دواړه روحی بیماران دی !!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب